Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر په کندوز کې د هوايي برید د څېړنې لپاره پلاوی وګماره

په کندوز کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د نیمګړو رپوټونو له خپرېدو سره جوخت، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی ترڅو د هوايي ځواکونو د دوشبنې د ورځې د بریدونو په پایله کې د مُلکي وګړو د مرګ ژوبلې د څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«په دغې پېښه کې مُلکيانو ته د زیان رسېدونو د څرنګوالي د روښانه کېدو په منظور، ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سرڅېړونکي جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ یو کمېسیون چې د هغه په ترکیب کې د ولسمشر سلاکاران الحاج طاهر صافی او سید سلیمان حامد او همدارنګه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، ملي امنیت عمومي ریاست، لویې څارنوالۍ او د خپلواکو ارګانونو استازي هم شامل دي، دنده ورکړل شوې ترڅو نوموړې پېښه په جدي او هراړخیزه توګه وڅېړي، د خپل رپوټ موندنې د یوې اوونۍ په لړ کې د ملي امنیت شورا مجلس ته وړاندې کړي.»

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، د امنیت ټینګښت او د خلکو د مال او ځان خوندیتوب د حکومت د بنسټیزو مسوولیتونو څخه دي او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه تل هڅه کړې ترڅو په تولو عملیاتو کې له دقت او بشپړ همغږۍ څخه کار واخلي او هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

د ملي دفاع وزارت وایي، برید د طالبانو پر نظامي رژه شوی چې په پایله کې یې شمال ختیځ کې د طالبانو د مشرتابه شورا ۱۸ قومندانان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، طالبانو د دهشکې په وسیله پر الوتکو ډزې کړې دي او نوموړی زیاتوي چې په دغې پېښه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دفاع وزارت د پېښې د سیمې انځورونه رسنیو ته وښودل چې د اسلامي امارات له بیرغونو سره د وسله والو طالبانو حضور ښيي.

خو د پېښې د قربانیانو خپلوان وايي چې په برید کې د قرانکریم د قاریانو د پګړۍ (دستاربندۍ) مراسم په نښه شوي چې په پایله کې یې له ۵۰ زیات ولسي وکړي وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ه ېواد په شمال ختیځ کې د ملي اردو قومنداني وايي دا برید د استخباراتي مالوماتو له مخې ترسره شوی او په هغې کې د ملي اردو چورلکو په دفتاڼیو کلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی دی.

خو د دشت ارچي اوسېدونکي د دغې ادعا له ردولو سره ویلي چې دغه برید په یوې مدرسه کې ولسي ګړي په نښه کړي دي.

څلوېښت کلن محمدزی له هغو کسانو دی چې په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

دغه کرونګر چې د نوموړي په وینا یو ماشوم یې هم په دې برید کې ټپي شوی د دې برید د څرنګوالي په اړه داسې وايي:«د پګړۍ یا دستاربندۍ مراسم وو، چې چورلکه راغله او بمبار یې وکړ.»

نصرالله هم په دې پېښه کې ټپي شوی، دغه یوولس کلن ماشوم چې د قران کریم حافظ دی وایي د دستاربندۍ او د حافظانو د فراغت په مراسمو کې دې مدرسې ته تللی وه.

د دشت ارچي اوسېدونکی نصرالله وویل:«هلته خلک راغلي وو.»

په دې لړ کې د دې برید د قربانیانو او ټپيانو یو شمېر خپلوان په دغه برید کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر څېړلو ټینګار کوي.

د دشت ارچي اوسېدونکی حاجي جانان زیاته کړه:«کله چې د کابل له لوري چورلکې راغلې، پورته ولاړې او بېرته راغلې او په وروستي صف کې یې پر ماشومانو دوه توغندي وویشتل.»

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نورالدین څرګنده کړه:«په دغې جلسه کې طالبان نه وو، ټول همدا قاریان وو او ماشومان وو، تېره ورځ ټول ماشومان وو.»

له بلخوا طالبانو هم د ملي دفاع وزارت ادعاګانې رد کړي او ټینګار کوي چې په دغه برید کې یوازې ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي چې په دغه برید کې د طالبانو ۱۸ تنه جګپوړي کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

خو طالبان د دغې ادعا له ردولو سره وايي چې په دغه برید کې یوازې مُلکیان په نښه شوي دي.

د ښاغلي رادمنش په وینا، د ملي پوځ له هوايي بریدونو څخه وروسته، طالبانو د ملي پوځ پر چورلکو او ملکي خلکو ډزې کړي.

ښاغلي رادمنش د پېښې له سیمې د ویډیو له خپرولو سره وویل چې لاسته راغلې ویډیو د طالبانو مشران او جنګیالي ښيي چې پر ملي پوځ د برید په تابیا کې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل چې د ازبکستان او تاجکستان یو یو وګړي چې د طالبانو د قومندانانو په توګه یې فعالیت درلود په دغه برید کې وژل شوي دي.

د دې پېښې ډېری ټپيان د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ډاکترانو په وینا د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کندوز حوزوي روغتون رییس نعیم منګل څرګنده کړه:«له دشت ارچي څخه چې موږ ته ټپيان رسېدلي په ټولیزه توګه پنځوس تنه دي.»

د کندوز په حوزوي روغتون کې جراح وحید اندیشمند هم وویل:«ښايي چې د یو دوه ناروغانو حالت د قناعت وړ وي، د ډېریو ناروغانو وضعیت ډېر ښه نه دی.»

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د رپوټونو په غبرګون کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ویلي چې دغه بنسټ د دغه برید د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړنې په حال کې دی.

یوناما په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«د کندوز په دشت ارچي کې د تېرې ورځې په هوايي برید کې د مُلکیانو د زړه بوږنونکې مرګ ژوبلې په اړه د رپوټونو د څېړنې په حال کې یوو. زموږ د بشري حقونو د څېړنې ډله سیمې ته تللې او د حقیقتونو په غونډولو بوخته ده.»

شریک یي کړئ