ولسي جرګه وایي کابل کې د تېرې دوشنبې ورځې د ځانمرګي بریدونو په غبرګون د امنیتي ادارو مسوولین جرګې ته ورغواړي.
بل لورې دا استازي وایي داعش ډلې چې د دوشنبې ورځې د پېښې مسوولیت منلی، د پوښتنې وړ کار دی.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف په دې اړه وویل:«موږ د ولسي جرګې په استازيتوب دا کړنه غندو او په کلکه دغه درد کې ځان شریک ګڼو، او د حکومت پاتې راتلل هم په کلکه د پوښتنې وړ دي.»
د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ هم وايي:«د داعش له لوري د اعلامیې خپرول د هېڅ دولتي بنسټ لخوا نه څېړل کېږي چې دا ادرسونه په کومځای کې دي.»
خو پوښتنه دا ده چې د هېواد په اوسني کړکېچ کې د ملي شورا رول څه دی؟
یو تن هېوادوال خلیل الله شنکر وايي:«کهچېرې دوی یوه ورځ هم له خپلو واکونو استفاده وکړي ټولو ستونزو ته رسېدنه کولای شي.»
بل هېوادوال خاطر پردیس هم زیاتوي:«که پارلمان یوه سیم او منظم پروګرام ولري او په امنیتي بنسټونو کې سم کسان وګماري دا ستونزې به ونهلري.»
په پلازمېني او یو شمېر ولایتونو کې د ناامنیو پراختیا او د ترهګرو بریدونو زیاتوالي یو ځل بیا د ولسي جرګې غړي دې ته اړ کړل چې د امنیتي ادارو مسوولین د دوشنبې په ورځ د ځواب ویلو لپاره دغې جرګې ته وروغواړي چې د یو شمېر هېوادوالو په باور له حکومتي مسوولینو سره د ولسي جرګې د غړو د معاملو او د دې جرګې د پروګرام د نشتوالي له امله به دا هڅې مثبتې پایلې ونهلري.