ولسي جرګه دیوه رسمي لیک په ترڅ کې له ولسمشر غني څخه غواړي چې د وزیرانو د بېواکه کېدو په اړه د هغوی پریکړې ته درناوی وکړي. ولسي جرګې د دوشنبې ورځې(د لیندۍ۸مه) ناستې په لړ کې وویل چې د بېوکه شویو وزیرانو کاري دوام دقانون خلاف دی.
د ولسي جرګې غړي، عبدالقیوم سجادي څرګنده کړه:«ولسمشر د افغانستان اسلامي جمهوریت په راس کې دی او باید خپل واکونه د قانون پر اساس وکاروي.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت د ژمنو نه عملي کېدو له امله نیوکوي کوي.
د ولسي جرګې غړې، شکیبا هاشمي وویل:«هغه کسان چې د افغانستان دولت په راس کې د دې پر ځای چې د افغانستان خلکو لپاره عدالت تامین کړي دوی په خپله بېعدالتي کوي.»
د پارلمان غړي، فکوري بهشتي هم زیاته کړه:«له نشهيي توکو او قاچاق سره مبارزه هیڅ نشته؛ ښه حکومتولي خو هیڅ نه وینو اداري فساد کوم ځای ته رسېدلی دی.»
داسې نیوکې هم شته چې د ولسي جرګې غړي هم خپل مسولیتونه په سمه توګه نه ترسره کوي.
د ولسي جرګې بل غړي، جعفر مهدوي وویل:«که غواړو چې یو وران او دربدر افغانستان راتلونکي پښت او اولادونو ته په میراث پرېږدو نو چوپتیا او محافظهکاري غوره کړئ.»
د ولسي جرګې بل غړي، رمضان بشردوست هم خپل نظر داسې وړاندې کړ:«کولی شئ چې یو ثلث سره وړاندیز او دوه ثلث سره د ولسمشر محکمه وکړئ او ع او غ چې موږ دوه پادشاهان لرو. تاسو کولئ شئ چې د سترې محکمې غړي عزل کړئ، که معامله مو نه وي کړې.»
ولسي جرګې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابینې ۱۶ وزیران استیضاح کړل. له دې ډلې ۷ وزیران له اویا سلنې څخه لږې پراختیايي بودیجو د نه لګولو له امله سلب اعتماد شول، خو ولسمشر له دې پریکرې سره مخالفت وښود او د سترې مخکمې له خوا ددې پریکړې د تفسير غوښتنه یې وکړه.