Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازی کندهار کې ترور شو

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند عبیدالله بارکزی کندهار کې د ناپېژانده وسله‎والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان د دې پېښې له پخلي سره وايي چې ناپېژانده وسله‎والو کسانو نن (شنبې د وري درېیمه نېټه)له غرمې مخکې د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې په ډزو سره وژل شوی دی.

عبیدالله بارکزی ۶۰ کلن وو او د ولسي جرګې په شپاړسمې دوره کې، د ارزګان د خلکو استازی و.

هغه د تېر کال ولسي جرګې ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی و.

تراوسه کوم کس او یا هم کومې ډلې د هغه د وژنې مسوولیت نه دی منلی او امنیتي ځواکونه هم په دې اړه څه نه دي ویلي. 

بلخوا طالبانو په خپله اړونده ټوېټر پاڼې کې په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

عبیدالله بارکزی ۶۰ کلن وو او د ولسي جرګې په شپاړسمې دوره کې، د ارزګان د خلکو استازی و. بلخوا طالبانو په خپله اړونده ټوېټر پاڼې کې په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

شریک یي کړئ