Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې د خواله رسنیو د قانون د تعدیل له طرحې سره مخالفت وکړ

د خواله رسنیو د قانون د تعدیل له طرحې سره د رسنیو د مسوولانو او خبریالانو د مخالفت په لړ کې، ولسي جرګې هم نن له دغې طرحې سره مخالفت وکړ.

د حکومت له لوري د ټولیزو رسینو پر قانون د احتمالي بیا کېدو په تړاو له اندېښنو وروسته اوس د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون په دې تړاو سلا مشورې پېل کړي دي او دا قانوني څېړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې احتمالي بیا کتنه د بیان آزادۍ پر وړاندې د محدودیتونو د رامنځته کولو یوه هڅه ده.
 
د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی په دې اړه څرګندوي:«یوازینۍ لاسته راوړنه چې په کابو دوه لسیزو کې یې لرو د رسنیو او مطبوعاتو برخه ده او موږ په قانون کې په هېڅ ډول دا نه منو چې د رسنیو پر کار او فعالیت محدودیت رامنځته شي.»

د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته د خبریال د سرچینې افشا کول، د محکمې پر ځای د رسنیو د سرغړونې څېړونکي کمېسیون ته د رسنیو د تخطیو د دوسیو په اړه د څېړنې او پرېکړې د واک سپارل، د رسنیو په بهرنيو پروګرامونو کې د سانسور او محدودیت لګولو لپاره د زمینې برابرول، او د رسنیو د کار د جواز د لغوه کولو اسانه کول د ټولیزو رسنیو د قانون د تازه طرحې اندېښمنونکې برخې دي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي وویل:«که چېرې دا برخه (بیان ازادي) زیانمنه شي، په واقعیت کې افغانستان خپله شل کلنه لاسته راوړنه له لاسه ورکوي، هیله ده چې زموږ د سیاستوالو سلیم عقل باید حاکم وي او موږ کولای شو دا ستر ارزښت خوندي کړو.»

له دې ټولو سره سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د ټولیزو رسانیو پر قانون بیا کتنه د بیان آزادۍ د پياوړتیا په موخه ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عبدالمنان شیوا شرق هم څرګنده کړه:«موږ د سلامشورې په درشل کې یوو. په قانون کې بدلون راغلی او که چېرې د رسنیو او د رسنیزې تولنې د اصحابو خوښ نه دي، دولت ویاړي چې د رسنیو ملاتړی دی.»

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو به وینا د سولې د خبرو په درشل کې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو لګول کېدل به دا لاسته راوړنه له جدي خطر سره مخ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د خواله رسنیو قانون بیاکتنه د بیان ازادۍ د پياوړتیا لپاره ده.

شریک یي کړئ