Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګې غړي: د ننګرهار له بندخونې۳۰۰داعش او طالب بندیان تښتېدلي

په داسې حال کې چې امنیتي بنسټونه د ننګرهار پر بندخونې له برید وروسته د هغو بندیانو په اړه چې نادرکه شوي دي، جزییات نه ورکوي خو د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې له دغه بندخونې کابو ۳۰۰ طالب او داعش بندیان تښتېدلي دي.

دغه استازي همدارنګه وايي یو ډېر شمېر هغه کسان چې له دغه زندان څخه تښتېدلي دي د طالبانو او داعش ډلې مهم غړي دي.

خو طالبان ادعا کوي چې د ننګرهار له بندخونې د دوی هېڅ بندي هم نه دی تښتې دلی.

د ننګرهار پر زندان ډلییز برید له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په ولسي جرګه کې د خلکو ځينې استازي وايي سره له دې چې امنیتي چارواکي خبر وو، چې دغه زندان له ګواښونو سره مخ دی؛ خو د دغه زندان د امنیت په ټینګښت کې یې بې پروایي کړې ده.

د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون رییس خان آقا رضایي وايي:«د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا استخباراتي کمزورتیا وه چې ونه توانېدل د برید مخنیوی وکړي.»

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وایي چې د ننګرهار پر زندان د برید پر مهال یو زرو اته سوه بندیان ساتل کېدل، خو ۱ زر او ۴۵ بندیان له تښتېدو وروسته بېرته نېول شوي دي، ۴۳۰ بندیان له زندانه پر تښته نه دي بریالي شوي خو شاوخوا ۳۰۰ بندیان تښتېدلي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون وویل:«په کوم بلاک کې چې د داعش جنګیالي وو، هغه په مکمل ډول وتلي دي او هغه څوک چې د دوی ټارګېټ وو هغه هم وتلي دي.»

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ابرار الله مراد هم وايي:«کابو درې سوه بندیان تښتېدلي دي، د هغه بندیان دي چې اکثراً د داعش او طالبانو بندیان دي او مسوولین او مشران یې هم په کې دي.»

بل خوا د ننګرهار د بندخونې د قومندان عبدالولي حصارک هغه انځور چې شاته یې د ننګرهار د زندان نقشه لیدل کېږي په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
  
په ملي شورا کې د ننګرهار یو استازی ادعا لري چې عبدالولي حصارک درې ځلي له خپلې څوکۍ لرې شوی و، خو د مشرانو جرګې د رییس په ملاتړ بېرته پر خپلې دندې ټاکل شوی دی.

د مشرانو جرګې د دارالانشا رییس مقتدر ناصري وویل:«که چېرې زموږ کوم هېوادوال او کومه اداره په دې اړه ثبوت ولري، چې ثابته کړي جناب مسلمیار صاحب د هغوی د ګومارنې په برخه کې سپارښتنه کړې یا فشار راوړی، مهرباني دې وکړي د افغانستان له ملت سره دې شریکه کړي چې د هغه پر بنسټ قضاوت وشي.»

د ننګرهار پر بندخونې له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې هغه سندره لاس په لاس کېږي چې سندرغاړو د ننګرهار د بندخونې د قومندان په ستاینه کې ویلې ده. خو قومندان حصارک او د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې مسوولان حاضر نه شول چې دغو تورونو ته ځواب ووايي.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي یو ډېر شمېر هغه کسان چې له دغه زندان څخه تښتېدلي دي د طالبانو او داعش ډلې مهم غړي دي.

شریک یي کړئ