افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د خلکو پر ونډې ټینګار کړی دی.
یوناما په خبرپاڼه کې نن(سهشنبه د تلې په ۱۷مه نېټه) راغلي افغانانو د رايې ورکولو حق په اساسي قانون کې تضمین شوی اساسي بشري حق دی.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي:«افغان نارینه او ښځینه اساسي بشري حق لري چې د آزادو ټاکنو له لارې خپل حکومت او مشران وټاکي.»
نوموړي زیاته کړې ده:«دا ډیره مهمه ده چې د افغان فعالین د خپل توان مطابق د دغه اساسي حق څخه ساتنه وکړي، چې خلک وکولی شي له ګواښ، ډار، خڼد او ځنډ پرته خپله رایه وکاروي.»
دا په داسې حال کې دی، چې د هېواد په شمال کې د رایې ورکولو د ۴۱ مرکزونه تړل شوي دي، چې د نوم لیکنې پر مهال يې یوازې ۱۲ مرکزونه پرانیستل شوي و.
د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو بسنټ مسؤل عبدالعظیم عظیمي وایي، له دې سره به ډېر کسان د رایې له حقه محروم شي.
هغه ویلي: «له بده مرغه دا مراکز تړلي پاتې کېږي، هغو کسانو چې دلته نوم لیکنه کړې ده د ټاکنو کمېسیون د پالیسۍ له مخې له رایې ورکولو بې برخې کېږي.»
په بلخ کې د ټاکنو کمیسیون سیمهییز دفتر وايي، په دې ولایت کې ۳۱۵ د رایې ورکولو مرکزونه شته، چې ۲۴ يې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکي پر حکومت غږ کوي چې د رایه ورکولو پر وخت باید د خلکو امنیت وساتي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی په شمال کې د ټاکنو پروسې د خوندیتوب ډاډ ورکوي.