Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ووټل:له افغانستانه دامریکايي ځواکونو وتلو لپاره شرایط مناسب نه دي

د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د راکاږلو د هڅو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي بهر کېدو په لړ کې چې د دې خبرو اترو د پایلو لامل کېږي، خو پنټاګون له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان حوزف ووټل، وايي چې افغانستان کې اوسني سیاسي شرایط، له دغه هېواده د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره برابر نه دي.

ووټل زیاتوي چې د سخت دریځو او تاوتریخوالي غوښتونکو ډلو لکه القاعدې او داعش د فعالیت مخنیوي لپاره په سیمه کې حضور ته اړتیا ده.

جوزف ووټل څرګنده کړه:«موږ ته له افغانستانه د وتلو حکم نه دی شوی. دا موضوع په افغانستان کې په وضعیت او سولې بهیر پورې تړلې ده. موږ باید د سولې بهیر د پرمختګ پر بنسټ د وتلو په اړه پرېکړه وکړو. اوسني شرایط د وتلو لپاره مناسب نه دي.»

له دې سره جوخت د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې په افغانستان کې د تېرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې باید د سولې خبرو اترو قرباني نه شي.

هغه زیاته کړه:«د دې لپاره چې سوله پایداره وي، باید د بشري حقونو او ښځو حقونو د تېرو وروستیو کلونو د لاسته راوړنو پر بنسټ تينګه شي.»

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کوي چې سوله باید په افغانستان کې د سترو ځواکونو د سیالیو ډګر نه وي.

وانګ‎یي، ټينګار کوي چې چین به د افغانستان سولې له بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:«افغانستان باید یوځل بیا د سترو ځواکونو  د سیالۍ په ډګر بدل نه شي. او باید په جګړې او تاوتریخوالي کې ونه اوسي. چین، د افغانستان د ګاونډي او ملګري په توګه، د دغه هېواد د خلکو هیلو او ارمانونو ته به درناوی وکړي او د افغانستان د مصالحې او بیارغونې په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

دغه چیني چارواکي زیاتوي، چې د افغانستان د سولې بهیر د بریا لپاره اړتیا ده څو نړیواله ټولنه په بشپړه توګه د دغه بهیر د ملاتړ لپاره زمینه برابره کړي. 

شریک یي کړئ