Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویلز: افغانستان سره نړیوالې مرستې ټول ګډونه حکومت پورې تړلې دي

د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز افغانستان سره نړیوالې مرستې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو پورې تړلې بللې دي.

 هغې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې افغانستان کې نړیوال بنسټونه په عادي ډول خپل کارونه مخې ته نشي وړی.

الیس ویلز څرګنده کړې ده چې افغانستان کې روان سیاسي بهیر د دغه هېواد نړیوالو ملاتړو لپاره به د منلو نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې لا هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرې روانې دي.

همداراز تېره ورځ( د وري په ۱۶مه نېټه) د عبدالله عبدالله یو له ویاندویانو وايي تر هغې چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باطلې اعلان نه شي، هېواد کې به د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو د طرحې په اړه به بحثونه بې پایلې وي.

د عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون طلوع نیوز ته ویلي وو چې د ټاکنو د پایلو له باطلېدو وروسته، پر هغو طرحو چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني د ډلو له خوا مطرح شوي دي، بحث به شونی وي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«لومړی باید د ټاکنو پایلې باطلې کړل شي. له هغې وروسته پر هغې طرحې چې زموږ او د مقابل لوري له خوا وړاندې کړل شوي دي باید بحث وشي، چې یوې هوکړې ته ورسېږو. تر هغې چې پایله لغوه نه شي هر ډول بحث پایلې ته نه رسېږي.»

ولسمشر غني دوه ورځې مخکې د ولسي جرګې له ځينو غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له ښاغلي عبدالله یې غوښتي چې د سولې عالي شورا مدیریت او مشري وکړي او خپل همکاران هم په کابینه کې د غړیتوب په توګه معرفي کړي.

د عبدالله او غني ترمنځ ټاکنیزو جنجالونو له هغې وروسته زور واخست چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني یې د ټاکنو ګټوونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبدالله دا پایله ونه منله او وې ویل چې په خپله یو «ټول ګډونه» حکومت جوړوي.

بالاخره دواړو د کپ په ۱۹مه د لوړې جلا مراسم ترسره کړل او ځانونه یې ولسمشران اعلان کړل.

اشرف غني د لوړې په مراسمو کې وویل چې خپله کابینه به له دوه اوونیو وروسته اعلان کړي. دا ډول یې له عبدالله سره د مذاکرې او د دواړو ډلو څخه د کابینې جوړېدو ته لار پرانیستې پرېښوده. خو د یوه حکومت د هوکړې په هکله هڅې پایلې ته ونه رسېدې.

ویلز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغان مشران باید ځواب ویوونکي ووسي او د حکومت پر یوه جوړښت سره هوکړې ته ورسیږي

شریک یي کړئ