Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون ستونزې او د فساد تورونه عملیاتې برخې پورې اړوند بولي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په بهیر کې رامنځته شوې شتونزې او د فساد تورونه د دغه کمېسیون په عملیاتي برخې پورې اړوند بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدارنګه وايي چې هغوی په مرکز او ولایتونو کې څېړنې پیل کړي او هر هغه مسوول چې په فساد تورن وي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به معرفي شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیس عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«هر هغه کس چې په مرکز او ولایتونو کې سرغړونه کړې، په درغلیو کې لاس لري، دوی د کمېسیون لخوا په ګوته شوي او هغوی به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي او له دندو به ګوښه کړل شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي د فساد هر ډول تورونه ردوي او ټینګار کوي چې هغه ډول یې چې په قران سوګند کړی، هماغه ته ژمن دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي وايي:«نوماندانو د دې پر ځای چې همکاري کړې وای، د دې پر ځای چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونو ته یې مراجعه کړې وای او اسناد یې هغوی ته تسلیم کړی وای، له بده مرغه وې نه کړل، اوس چې ناکام پاتې دي له هرې طریقې استفاده کوي.»

د احمد شاه زمان‌زي د نظر په اخیستو بریالي نه شوو، خو د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا  پخوانی رییس وايي، د قانون له مخې اصلي مسوولیتونه د ټاکنو کمېسیون په کمېشنرانو پورې اړه لري.

د  ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا  پخوانی رییس داوود علي نجفي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې د دارالانشان له رییسه لارښونه اخلي، نو طبعاً د دارالانشان رییس ګرم دی، که‎چېرې د کمېسیون له عملیاتي مرستیال څخه حکم اخلي، ځکه چې د کمېسیون عملیاتي برخه ده ګرم دی.»

د ولسي جرګې ټاکنو له ترسراوي څه باندې درې میاشتې تېرېږي خو پر ټاکنو د څار بنسټونه او د ولسي جرګې د ټاکنو یو شمېر نوماندان وايي، په ټاکنو کمېسیون کې مدیریتي کمزورتیا او فساد هغه علتونه دي چې تر اوسه دا کمېسیون نه دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي، چې د دې کمېسیون د دارالانشا ریاست چې اوس‌مهال د احمدشاه زمان‌زي له‌خوا مدیریت کېږي، د ټاکنو د عملیاتي چارو مسوولیت لري.

شریک یي کړئ