د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ تینګار کړی چې افغانستان کې د سولې راتګ د واقعیت بدلولو لپاره به کار ونه دروي.
ټرمپ په نیویارک کې د ملګروملتونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره د یوې روښانه راتلوونکي څخه هرکلی کوي.
نوموړي د طالبانو وروستي بریدونه وحشیانه او نه بخښوونکي بللي او ویلي يي دي واشنګټن له خپلو افغان همکارانو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کار کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د داسې یوې سولې هڅې به هېڅکله و نه دروي چې پر رښتینولۍ ولاړه وي.
په همدې حال کې امریکا او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په افغانستان کې د جګړې پر سولهییز حل ګډه هوکړه کړې ده.
د امریکا، قزاقستان، قرقزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ په څلورمه غوڼده کې چې واشنګتن کې تر سره شوي ویلي چې دوی هوکړه کړې په افغانستان کې به د سوداګریزي پراخیتا، له تروریزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان کړکیچ د سولهییز حل په برخه کې خپلو کې همکارۍ زیاتې کړي.
د جنګالیو تعقیب او له نشيي توکو سره کلکه مبارزه د یادو هېوادونو تر منځ د جوړې شوې ناستې د هوکړې بله برخه وه.
یادو هېوادونو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو سولهییز حل به منځنۍ اسیا د ثبات او پرمختګ خواته وړي او په دې برخه کې کې به له نړۍ سره مرسته کوي