Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: امریکايي سرتېرې په افغانستان کې له نویو اصولو سره جګړه کوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې اوس امریکايي سرتېري په افغانستان کې له نویو اصولو او قاعدو سره د افغان اتلو سرتېرو ترڅنګ په جګړه کې ونډه اخلي.

د امریکا ولسمشر د کلنۍ وینا پرمهال د بهرني سیاست په برخه کې یوازې د څو بهرنیو هېوادو نومونه اخلي خو په دې هېوادونو کې د افغانستان نوم هم شته.

ټرمپ وویل:«دلته له راتګه مخکې ما یو فرمان لاسلیک کړ او د دفاع وزیر مټیس چې ډېر ښه کار کوي حکم وکړ چې زموږ د پوځي نیولو سیاست یو ځل بیا وګوري او د ګوانټانامو زندان پرانیستی پرېږدئ.»

ټرمپ زیاتوي:«زه له کانګرسه غواړم چې موږ ته ډاډ راکړي چې له داعش او القاعدې سره په جګړه کې، ټول لازم ځواک چې د ترهګرو د نیولو او تعقیبولو لپاره چې په هر ځای کې وي پيدا یې کړو، ولرو.»

ټرمپ زیاته کړه:«د هغوی د ډېریو لپاره، د نیولو سیمه، د ګوانټانامو خلیج به وي. له دې سره جوخت له څو میاشتو راهیسې زموږ ځواکونه په افغانستان کې، نوي قاعدې لري. هغوی له افغان اتلو ځواکونو سره ، نور د جوړ شویو مهال‎وېشونو له امله زیان نه ویني. موږ نور خپلې طرحې خپلو دښمنانو ته نه وايي.»

له دې سره جوخت ولسمشر غني له ترهګرو د غچ پر اخیستو ټینګار کوي.

غني څرګنده کړه:«دا ډول وژل د اسلامیت، انسانیت او افغانیت په خلاف دی. غچ د الله امر دی او موږ غچ اخلو.»

له وسله والو مخالفینو د غچ اخیستو لومړی برخه اعدام دی چې همدا مهال په زندانونو کې دي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وویل:« د اعدام بحث موجود دی او له شک څخه پرته چې زموږ امنیتي ځواکونه له ترهګرو د خلکو غچ اخلي.»

خو ایا د دغو وسله‎والو اعدام به د هېواد له ثبات سره مرسته وکړي؟

پخوانی پوځي میاګل خالد څرګنده کړه:«قانون باید عملي شي او پر اشد مجازات محکوم شي. بد کړونکی باید بد وویني.»

ویل کېږي اوس‎مهال د ترهګرو ۶۰۰ دوسیې چې د اعدام حکم پرې صادر شوی د ولسمشر د مېز پرسر د توشیح لپاره پاتې دي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځينې سرچینې وايي چې حکومت نیت لري هغه شمېر ترهګر چې په بند کې دي اعدام کړي،خو دغه سرچینې د هغو کسانو د شمېر په اړه مالومات نه ورکوي چې د اعدام حکم پرې ختلی دی.

شریک یي کړئ