Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"ټرمپ به له طالبانو سره هېڅ ډول بده معامله ونه مني"

له طالبانو سره د واشنګټن له خبرو اترو شپږ میاشتې وروسته، د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړی چارواکی وایي ولسمشر ټرمپ به هېڅکله د افغانستان په اړه له طالبانو سره بده معامله تر سره نه کړي. 

د سپيني ماڼۍ دغه چارواکی خبرداری ورکوي، که له وسله‎والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې ناکامې شي، واشنګټن د پوځي ټانګې په شمول نور غواروي هم لري.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی:« ولسمشر ټرمپ پوهېږي چې موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې تل‌پاتې موخې لرو. هغه په ډاډ سره د امریکا امنیت ته متوجه دی. هغه څه چې زموږ د ملي ګټو لپاره مهم دي، هغه به وکړو.»

اماراتو له دې وړاندې طالبانو سره د امریکايي پلاوي له خبرو ملاتړ کړی و او د هغوی د خبرو لومړی پړاو په ابوظبۍ کې شوی و، خو اوس ظاهراً قطر کې د دې خبرو کېدو متحده عربي امارات نهیلي کړې دي.

د سپيني ماڼۍ یو چارواکی خبرداری ورکوي، که له وسله‎والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې ناکامې شي، واشنګټن د پوځي ټانګې په شمول نور غواروي هم لري.

شریک یي کړئ