Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: بې‎‌پایه جګړه باید پایته ورسیږي

د امریکامتحدهایالاتو ولسمشر، دونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، روانې جګړې به پایته ورسوي.

ټرمپ یو تازه ټوېیټ کې تېرماښام ناوخته(د تلې په ۲۰مه نېټه) لیکلي هغه جګړې باید ختمې شي چې لا ختمې نه دي.

د ټرمپ دا خبرې داسې حال کې دي چې افغانستان کې د امریکا د جګړې نېږدې دوې لسیزې کېږي.

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه ده.

که څه هم د امریکا ولسمشر د روانو جګړو د ختمېدو خبره کړې، خو د افغان سولې لپاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ځکه بندې کړې چې په وینا یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته زړه نه وو ښه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د پنج‎شنبې په ورځ یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو وخت رارسېدلی دی.

هغه زیاته کړې وه:«ټاکل شوې وه چې موږ د یوې لنډې مودې لپاره افغانستان کې ووسو. اوس کالو نولس کاله کېږي چې موږ هلته یوو. اوس یې وخت دی چې دوی(امریکايي سرتېري) خپلو کورنو ته ستانه شي.»

د امریکا ولسمشر، سوریه کې د امریکايي سرتېرو شتون په تړاو ویلي دي، نه وه ټاکل شوې چې امریکايي سرتېرې په لسو کالو لپاره دغه هېواد کې پاټې شي:«ټاکل شوې وه سوریې ته مو سرتېرې د ۳۰ورځو لپاره ولاړ شي، خو اوس لس کاله کېږي چې هلته پاتې دي.»

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان د جګړې پایته رسولو په تړاو خبرې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ولاړې دي.

ټرمپ: بې‎‌پایه جګړه باید پایته ورسیږي

کابو دوې لس‌ییزې کېږي چې امریکايي پوځیانو په افغانستان کې پر جګړې بوخت دي

شریک یي کړئ