Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: د سرتېرو وژنې پرسر د روسیې انعام په تړاو نه وم خبر

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ وايي چې د امریکايي سرتېرو وژنې پر سر د روسیې انعام په تړاو نه وم خبر.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي وو، روسیې افغانستان کې وسله والو پورې اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې دي څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري ووژني.

ټرمپ له "اکسیوس" رسنۍ سره خبرو کې ویلي دي چې هغه ته افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې لاس درلودو په تړاو څه نه وو ویل شوي، ځکه د استخباراتو ادارې فکر کوي چې ښایې په دې تړاو "مالومات ریښتیني نه وي."

د امریکا ولسمشر زیاته کړې:«زما مېز ته هېڅ ونه رسېدل او له همدې کبله ما دغه مسله د روسیې له ولسمشر، ولادمیر پوتین سره شریکه نکړه.»

کابو یوه نیمه میاشت مخکې یوه افغان چارواکي د نیویارک ټایمز راپور کې ویلي وو چې روسیې د یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو پر سل زره امریکايي ډالره انعام ایښی دی.

خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي.

امریکايي چارواکي ګومان کوي چې روسیې تر ډېره ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو وژلو لپاره پیسې لېږدولې دي او هغه کال کې ۲۰ تنه امريکايي پوځیان افغانستان کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه