Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي اوږدمهاله کمښت ته اړتیا ده

سپینې ماڼۍ چهارشنبې(د سلواغې په ۲مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي دي تر هغې چې طالبانو لخوا د لیدو وړ او په دوامداره توګه تاوتریخوالیو کې کمښت رانشي"مانا لرونکي مذاکرات" نشي ترسره کېدی.

خبرپاڼه زیاتوي:«ډونالډ ټرمپ د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پایداره کمښت پر اړتیا چې د افغانستان د راتلونکې په تړاو د خبرو لامل شي، ټینګار کړی دی.»

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې دواړو مشرانو د سویس د داووس ناستې په ځنډه کې سره لیدلي دي.

وروسته له دې چې افغان حکومت د طالبانو لخوا پر اوربند ټنیګار وکړ، اوس دوحه  کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نوي او جدي پړاو ته د ننه شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د دغو خبرو اترو اصلي چورلیز د سولې بهیر کې په راتلوونکو اقداماتو بحث دی.

سهیل شاهین د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر، د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، د دې ډلې دوه نورو غړو شیرمحمد عباس ستانکزي او امیر خان متقي په دغو خبرو کې ګډون کړی وو.

مخکې له هغې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل  شاهین  (د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په استول شوې بیانیه کې هیله څرګنده کړې وه، څو د سولې هوکړه د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.

سهیل شاهین زیاته کړې وه، د هوکړې مخکې طالبان چمتو دي چې خپل پوځي عملیات راکم کړي.

هغه وړاندې ویلي وو:"موخه د تاوتریخوالي(کموالي) نه بهرنیو ځواکونو ته د امن چاپېریال رامنځته کول دي چې له افغانستانه ووځي."

نوموړي څرګنده کړې ده چې د بریدونو کمښت کې همداراز پر افغان ځواکونو هم د بریدونو کمښت شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکې سره د طالبانو مرکچي پلاوي مشر او د طالب ډلې له بنسټ اېښودونکو ملا عبدالغني برادر ویلی وو دا چې، جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته رسېږي چې امریکا له افغانستانه بهر شي.

شریک یي کړئ