Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ د طالبانو ډلې مرستیال، ملا برادر سره ټلفوني خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالب ډلې له مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره، ټلیفون خبرې کړې دي.

ټرمپ هم ویلي چې  تېره ورځ(سې‎شنبې د کب له ۱۳مه نېټه) یې د طالبانو مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي، دا خبرې یې ښې بللې دي.

د ټرمپ په وینا، په دې ټلیفوني خبرو کې یې سلا شوې چې نور به تاوتریخوالی نه وي او زیاته کړې یې ده چې موږ تاوتریخوالی نه غواړو.

د ټرمپ له دې خبرو مخکې، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټویټر هغه عکس خپور کړ چې زلمی خلیلزاد، ملا برادر او نور طالبان پکې لیدل کېږي.

مجاهد لیکلي دا عکس د هغه مهال دی، چې ټرمپ له ملا برادر سره پر ټلیفون خبرې کولې.

بل لور د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین هم پر ټویټر لیکلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر کابل ته لاړ شي او د افغانانو خپلمنځۍ خبرو مخکې پراته خنډونه به لېرې کړي.

د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په دوحه کې لاسلیک شو چې ورته نیول شویو مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

ټاکل شوې وه چې له هوکړې دولس ورځې وروسته د  طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ خبرې پیل شي، خو طالبان دا خبرې د افغان حکومت په بند کې د خپلو پنځو زرو بندیانو په خوشې کولو پورې مشروطې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال هېواد کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، خو له هوکړې وروسته یې خپل بریدونه پر امریکايي اوبهرنیو  ځواکونو درولي دي.

د طالبانو ویاند لیکلي دا عکس د هغه مهال دی، چې ټرمپ له ملا برادر سره پر ټلیفون خبرې کولې.

شریک یي کړئ