Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټيموټي ویکس: د بند په پېر کې هیله مندۍ استواره ساتلی وم

د افغانستان د امریکايي پوهنتون استاد ټيموټي ویکس چې درې نیم کاله د طالبانوپه بند کې وو وايي له طالبانو سره هېڅ دښمني نه لري.

د طلوع نیوز خبریال پروېز شمال چې د طالبانو له دغه پخواني زنداني سره، د هغه په کور اسټرالیا کې مرکه کې، له هغه د بند او له ازادۍ وروسته دوران په اړه پوښتلي دي.

۵۰ کلنه اسټرالیایی ټيموټي ویکس په ۲۰۱۶ز کال کې هغه مهال چې یوازې درې اوونۍ یې د افغانستان - امریکايي پوهنتون کې د استاد په توګه تېرې کړې وې، طالبانو هغه د امریکايي پوهنتون له بل ۶۳ کلن امریکايي ټبره استاد ګیون کینګ سره له کابله وتښتول شول.

ټیموټي ویکس د خپل ۵۰ کلن ژوند درې نیم کاله د طالبانو په بند کې تېر کړل او وايي په دې موده کې یې راتلونکي ته له هیله مندۍ پرته بله چاره نه لرله او همدې هیله مندۍ هغه پیاوړی ساتلی و او د بند ساتونکو په اړه یې د نوموړي نظر بدل کړ.
 
هغه وایي کله چې ماشوم و، نیا به یې ورته کیسه کوله چې د فارسي ژبو له ټبره وه له همدې امله یې غوښتل چې افغانستان وویني خو په امریکايي پوهنتون کې یې له دندې درې اوونۍ لا نه وې تېرې شوې چې د طالبانو لخوا وتښتول شو.

د کابل د امریکايي پوهنتون پخوانی استاد ټیموټي ویکس وویل:«زه او کیوین له یو بل سره په یوه ځنځیر تړلي وو، زموږ په پښو او لاسونو کې هم ځنځیرونه وو، فکر کوم چې د شپږو یا اتو میاشتو لپاره موږ پښې په یوه ځنځیر تړلې وې، موږ ټولې ۱۱۹۸ ورځې یوازې له لسو دقیقو پرته په یوه خونه کې تېرولې»

د کابل د امریکايي پوهنتون د دغو ددو استادانو له تښتول کېدو وروسته د دوی لټون او خوشي کول د بهرنیو ځواکونو لومړیتوب و او وايي څو ځله بهرني ځواکونه هغو ځایونو ته ورسېدلي چې دوی په کې بندیان وو، خو طالبان توانېدلي وو چې دوی له پټو لارو نورو سیمو ته ولېږدوي.

ښاغلی ویکس زیاتوي:«زما په باور د امریکا سمندري ځواکونه شپږ ځله راغلل ترڅو موږ وژغوري، یو ځل د هغې خونې ترڅنګ بلې خونې پورې راورسېدل چې موږ په کې بندیان وو، هغه وخت موږ نه پوهېدو چې دوی ځانګړي بهرني پوځیان دي، طالبانو وویل چې دوی داعش جنګیالي دي، موږ تونلونو ته ولاړو او طالبان وتوانېدل چې اوسپنیزې دروازې وتړي چې زموږ د تعقیب مخنیوی وکړي.»

د کابل د امریکايي پوهنتون پخوانی استاد زیاتوي:«د وخت په تېرېدو له ساتونکو سره ډېر نږدې شوی وم او زما د کوچنیو وروڼو په شان شوي وو، زه له هغوی سره هېڅ دښمني نه لرم ځکه دوی پوځیان دي او سرتېري نه شي کولای چې خپل ماموریت انتخاب کړي، فرمان د دوی د مشر لخوا ورته راځي.»

د امریکايي پوهنتون دغه استاد وايي د بندخونې ساتونکو تل په سیمه ییزه ژبه له بندیانو سره خبرې کولې خو د خوشي کېدو پرمهال یې چې ولیدل ټولو ساتونکو ښه انګلیسي زده کړې، حیران شو.

ټیموټي ویکس وايي:«هغه ساتونکي چې تل یې له ما سره په پښتو خبرې کولې، ناڅاپه ټولو په روانه انګلیسي خبرې وکړې، په هغه ځای کې چې موږ یې سپارلو، ځینې ساتونکي چې موږ ورسره نږدې وو راغلل او له ما سره یې عکسونه واخیستل او پر اوږو مې یې لاسونه واچول، زما لپاره د خواشینۍ ځای و، چې ورسره مخه ښه وکړم، ځکه تراوسه ژوندی وم او تاوتریخوالی مې نه و لیدلی، خو په درېیو نیمو کلونو کې مې له هغوی سره اړیکې پيدا کړې وې، پر دوی مې باور وکړ او زما د ژوند یوه برخه شوي وو، دا خبره چې که دا وضعیت دوام وکړي او ښایي ډېری هغه کسان ژوندي پاتې نه شي زما لپاره اندېښمنونکې وه.»

د امریکايي پوهنتون دغه استاد وايي ساتونکو یې د نوموړي د خوشي کېدو پرمهال وویل هغه به بېرته افغانستان ته وروبولي خو سوله ییز افغانستان ته د یوه مېلمه په توګه.

ښاغلی ویکس څرګندوي:«زما طالب ساتونکو ماته وویل ما به بېرته افغانستان ته وروبولي، نه پوهېږم چې څرنګه به دوی ما بېرته وروبولي، خو وې ویل په راتلونکي کې کله چې سوله وشي ما به پرېږدي چې افغانستان ته ستون شم.»

 د نوموړي دوې خوندې ډېرې پرې ګرانې دي، دوی وايي د خپل ورور له یرغمل کېدو وروسته یې تر ډېره د افغانستان په اړه مالومات پیدا کول او خبرونه یې له افغاني رسنیو تعقبول.

د ټیموټي ویکس خور جووان کارټر وايي:«د استرالیا په رسنیو کې مو د افغانستان په اړه لازم مالومات نه ترلاسه کول، له همدې امله موږ له بهرنیو په تېره بیا د افغانستان له رسنیو مرسته اخیستي چې په دغه هېواد کې څه تېرېږي.»

د ټیموټي ویکس بله خور الیزا کارټر څرګندوي:«د شپې له نیمايي وروسته په درېیو بجو زنګ راغی او ډېره خوشحاله شوې وم ښه احساس مې درلود چې غږ مې یې واورېده او ورته و مې ویل چې راباندې ګران یې او ورپسې خفه شوې وم، موږ ټول ډېر خوشحاله شوو چې ژغورل شوی دی.»

د امریکايي پوهنتون دغه استاد د خپلو دوستانو او کورنۍ د لیدلو لپاره سیدني ښار ته د خور کور ته ورغلی که څه هم په دې ورځو کې د سیدني هوا سخته ککړه ده خو هغه تازه هوا نه بلکې آزادي تنفس کوي.

تیموتی ویکس، اکنون در کشورش در استرالیا برگشته‌است و زنده‌گی تازه‌یی را در کنار خانواده‌اش آغاز کرده‌است.

شریک یي کړئ