Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټېلرسن: پاکستان باید ترهګرو ته د پناه له ورکړې لاس په سر شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن، له افغان مشرانو سره له لیدو وروسته، په یوې خبرې ناسته کې ویلي چې افغانستان ته سفر په ځانګړې توګه د امریکا د تګلارې له اعلان سره، د هغه لپاره ډېر اړین وه.

هغه زیاته کړه:«ما فکر وکړ دا ډېر مهم دی چې له افغانستانه یوه لیدنه ولرم.»

په دغې لیدنه کې په کابل کې د امریکا سفیر هوګولارنس او د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن هم په افغانستان کې په دغې غونډه کې ګډون کړی وه.

ښاغلي ټېلرسن په دې اړه وویل:«زما په اند د امریکا متحده ایالات د افغانستان د ملاتړ په برخه کې دا یې په څرګنده بیان کړی چې په افغانستان کې له واکمنۍ، یووالي او ولسواکۍ څخه ملاتړ کوي. دا اړینه ده چې موږ د نړۍ په هره څنډه کې ترهګرو ته د پټن‎ځای له ورکړې څخه ډډه وکړو.»

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې له سیمه‎ییزو همکارانو سره په سیمه کې د ګواښونو د له‎منځه وړلو لپاره کار وکړي او په دې لړ کې، د امریکا تګلاره یوه سیمه‎ییزه هڅه ده.

هغه زیاته کړه:«نو موږ له نورو څخه هم غواړو چې د سیمې په هرې برخه کې ترهګرو ته د پناه له ورکړې ډډه وکړي. په دې اړه موږ له پاکستان سره له نېږدې کار کوو.»

هغه زیاته کړه چې غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د اصلاحاتو په راوستو او له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دی.

د هغه په وینا، په دغو خبرو اترو کې د راتلونکو ټاکنو په اړه هم بحث وشو.

هغه څرګنده کړه:«دا ډېره مهمه ده چې ټاکنې ترسره شي. او بالاخره، موږ د سیمه‎ییز پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو د اهمیت په اړه هوکړه وکړوه او و مو ویل چې دغه هېوادونه باید د امریکا سره او همدارنګه زموږ له نورو همکارانو او ناټو سره کار وکړي ترڅو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړو، له ترهګرو سره جګړه وکړو په افغانستان کې له سولې او ټینکاو ملاتړ وکړو.»

هغه اشاره وکړه ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي ترڅو شته ننګونې له منځه یوسو.

هغه څرګنده کړه:«د امریکا متحده ایالات او زموږ همکاران دلته په افغانستان کې دغه کار ته ژمن دي.»

ښاغلی ټېلرسن ټینګار کوي چې پاکستان باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په وړاندې په دغه هېواد کې اقدام وکړي.

هغه یو ځل بیا وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره پر شرطونو ولاړه ده او دا چې له پاکستان سره د هغوی اړیکه هم د شرطونو پر بنسټ به وي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د امریکا په باور د طالبانو ځینې څانګې دي چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه:«هغوی نه غواړي چې د تل لپاره جګړه وکړي. هغوی نه غواړي چې د تل لپاره خپل ماشومان وجنګوي. له دې امله، موږ د هغوی د غږ د اورېدو او د مذاکرې مېز ته د هغوی د راوستو په هڅه کې یوو چې له افغان حکومت سره هغوی د یوځای کېدو لاره، د سولې بهیر به وی.»

ښاغلي ټېلرسن د سوېلي اسیا هېوادونو ته په یوه سفر کې، نن سې‎شنبې پاکستان ته درومي. او له هغه وروسته به هند ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ