Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پارلمان غړي: غني او عبدالله کابینه یرغمل کړې

د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک او د نوي حکومت له جوړېدو د ۷۰ ورځو په تېرېدو سره، دا دوه تراوسه نه دي توانېدلي چې کابینه اعلان کړي.

نوی حکومت د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له څو میاشتو اختلافونو وروسته د هېواد د ځينو سیاسي څېرو په منځګړېتوب او د نړیوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو تر فشار وروسته؛ د یوه سیاسي هوکړه لیک په لاسلیکولو سره جوړ شو.

ځينې قانون جوړونکي وايي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د واک د وېش پر سر اختلافونه لا هم پر خپل ځای دی.

د ولسي جرګې د دغو غړو په وینا، ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس، کابینه یرغمل نیولې ده.
  
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردګ په دې اړه وايي:«کابینه یرغمل مه نیسئ او له دې دریځه استفاده وکړئ او نوماند وزیران د ملت کور ته معرفي کړئ.»
               
د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق هم وویل:«د سیاسي هوکړه لیک نه پلي کېدل، کولای شي د سولې بهیر او د افغانانو ترمنځ د خبرو په وړاندې نوې ستونزې رامنځته کړي.»

تر دې وړاندې سرچینو د عبدالله عبدالله له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نوماند وزیرانو د نوملړد لېږلو خبر ورکړی و؛ خو ځينې دغه نومونه د ولسمشر له لوري رد شوي دي.

د بغلان اوسېدونکی قندآغا برازنده هم وايي:«یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره معامله کوي اصلاً د خلکو په یاد نه دي.»

د کابل اوسېدونکی شریف هم زیاتوي:«د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو په پرتله باید ملي ګټو ته ترجیح وکړي.»

د سیاسي هوکړې له مخې ښاغلی عبدالله په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه لري او د سولې ټول بهیر باید مدیریت کړي. خو تر اوسه ښاغلي عبدالله نه یوازې چې خپل پنځه مرستیالان بشپړ کړي نه دي؛ بلکې د مصالحې د عالي شورا غړي یې هم نه دي اعلان کړي.
   
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود څرګندوي:«جناب ډاکټر صاحب عبدالله یوه ستره دنده په غاړه لري چې هغه د سولې مسله ده. په لومړي ګام کې - زما په اند - دا به غوره وي چې ژر د مصالحې شورا اعلان کړي.»

د مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله ویاند وایي چې لاهم کابینې ته د څېرو د ورپېژندلو؛ د مصالحې د عالي شورا د درېیو مرستیالانو او د مصالحې د عالي شورا د غړو د مشخص کېدو په تړاو بحثونه روان دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د مصالحې د عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون څرګندوي:«بحثونه شوي، پرله پسې غوندې شوې دي، د عالي شورا نوملړونه او عمومي ټولګه چمتو شوې او ډېر ژر دغه ټول مسایل اعلانېږي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ اوس څه نه وایي، خو تر دې وړاندې یې ځينې کسان په وزارتونو کې د سرپرستانو او نوماند وزیرانو په توګه معرفي کړي دي.

د سیاسي هوکړې له مخې ښاغلی عبدالله په کابینه کې پنځوس سلنه ونډه لري او د سولې ټول بهیر باید مدیریت کړي.

شریک یي کړئ