Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستاني پوځيانو منلې چې د افغانستان له خاورې خپلې پوستې لیرې کړي

د پکتیا په ډنډې پټان سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د څلورمې ورځې او دویمه ګډه غونډه په لړ کې پاکستاني پوځيانو منلې چې د افغانستان په سرحدي برخو کې یې پوستې جوړې کړې دي.

په دغې پوځي غونډه کې افغانانو له پاکستاني پوځيانو غوښتي ترڅو خپلې پوستې له افغان خاورې خپلې خاورې ته ولېږدوي چې دا غوښتنه د پاکستاني پوځیانو له خوا منل شوې ده.

په دغې غونډه کې افغان پوځیانو پر پاکستاني پوځیانو د نیوکې کوته پورته کوي او وايي چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان په خاوره کې څو پوستې جوړې کړې دي.

د دویمې سرحدي لوا مشر ډکرمن فریدون فیاض په دې اړه وویل:« تاسو یو شمېر پوستې د افغانستان په خاوره کې جوړې کړي دي راځي دا پوستې له نېږدې ووینو او شاته یې کړئ.»

د پاکستان له لوري ژمنه وشوه هغه پوستې چې د افغانستان په خاوره کې یا هم د ډیورنډ ګرښې په صفري نقطه کې جوړې کړي وي باید بېرته د پاکستان خاورې ته ولېږدول شي، خو دوی زیاتوي چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

جګ پوړی پاکستاني افسر پرېګټیر اختر وايي:« موږ د تاسو یو اینچ ځای هم نه نیسو څنکه چې موږ خپلې خاورې ته احترام لرو تاسو هم خپلې خاورې ته احترام لری بیا ځل هم په کډه سره ووینو.»

په دغې ناسته کې د افغانستان پوځيانو لخوا هغه ګنګوسې رد شوې چې ګواکې د ډیورنډ ګرښې په اوږدو کې له افغان پوځيانو سره هندي پوځيان حضور لري.

د دویم سرحدي ګنډک قومندان ډګروال محمد عثمان جانباز په دې اړه په ډاګه کړه:« ستاسو استخبارات زموږ په اړوند غلط تبلیغات کوي وايي چې افغان سرحدي ځواکونو سره هندي پوځيان دي دا ډېره بده خبره ده.»

د پکتیا والي شمیم خان ګټوازی هم وايي:« موږ د ډيورنډ اخوا ولس سره هېڅ ستونزه نه لرو هغه زموږ خپل ولس دی دلته به هېڅ ضرورت پیدا نه‎شي چې هندي پوځيان راشي موږ کافي پوځیان لرو دا د پاکستان پوځيانو ناسم تبلیغات دي.»

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځيانو له افغان لوري وغوښتل چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال د ولسي خلکو لخوا نیول شوي پاکستاني سرتېرو وسلې بېرته ورته وسپارل شي.

شریک یي کړئ