Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د محمد محقق پر سفر نیوکې

پاکستان ته د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستی سفر له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوی دی.

اجراییه ریاست وايي چې ښاغلی محقق د «لاهور»د څېړنيز بنسټ په بلنه «د افغانستان لیرې لید»غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی دی. 

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي چې محمد محقق په دغه سفر کې له ځینو پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدلي او د افغان سولې په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه:«د لاهور سولې د څېړنیز بنست پر بلنه، دا سفر شوی او د سفر موضوع د سولې خبرې وې. ښاغلي محقق په څرګنده ټينګار کړی چې د پاکستان او سیمې ګډون کولای شي ډېر مهم وي.» 

بل خوا ښاغلي محقق د پاکستان له ځينو رسنیو سره په خبرو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د  طالبان د پرېکړې هرکلی کړی دی.

بل خوا که څه هم امریکا د کمربند او لارې پر پروژې نېوکه کړې ده؛ خو ښاغلی محقق د دغه نوښت د یوې برخې چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز جوړېدل دي هرکلی کوي.«د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز ډېره یوه مهمه پروژه ده . دا د کمربند او لارې د طرحې د بریالیتوب بنسټ او اساس جوړوي. دا دغه راز کولای شي د ټولې سیمې لپاره د لوبې یو واقعي بدلون وي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي محقق پر دې سفر ناخبري څرګندوي . د سولې عالي شورا وایي چې د ښاغلی محقق دا سفر به د سولې د بهیر لپاره  هیڅ ګټه ونه لري او باید د خپل دغه سفر په تړاو خلکو ته سپیناوی وړاندې کړي.

د سولې د عالي شورا غړی عبدالحق  حقیار څرګنده کړه:«واضح باید ووایم چې دوی په دې برخه کې هېڅ حق نه لري او هېڅ مسوولیت نه لري د ولسمشر له خوا عزل شوی او اوس چې تللی، کله چې راغی باید خلکو او حکومت ته وضاحت ورکړي.»

پاکستان ته د ښاغلي محقق دا سفر له ډېرو پوښتنو سره مخ شوی دی.

سره له دې چې د پاکستان له لومړي وزیر سره هم د ښاغلي محقق د لېدنې خبره شوې ده؛خو اجرایه ریاست وایي چې دا لیدنه نه ده شوې.

شریک یي کړئ