د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ په همغږۍ راتلونکې اوونۍ دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ۴۰کال د اوسېدو په تړاو دوه ورځنۍ غونډه ترسره کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویلي تېره ورځ(یکشنبې د سلواغې په ۲۰ مه) ویلي چې غونډه به اسلام آباد کې ترسره شي او د دغه هېواد لومړۍ وزیر، عمران خان به یې پرانیزي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې ناسته کې به د ملګروملتونو د کډوالو چارو کمېشنر، فلیپو ګراندي او د ۲۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي به په کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې افغانستان کې ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چې پاکستان کې دوه میلیونه ۴۰۰زره افغان کډوال مېشت دي.
پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له ډلې یو میلیونو او ۳۰۰زره یې د اوسېدو اسناد لري او یو میلیونو ۱۰۰ نور یې نا ثبت شوي دي.
دغه بنسټ وايي پاکستان کې د مېشتو افغانانو د اوسېدو اسناد به د روان کال د کب میاشتې وروسته بې اعتباره شي.
افغانستان کې ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چې تېره یوه میاشت کې ۶۷۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي چې ۱۴ یې ویستل شوي دي.