Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پروان کې د طالبانو برید؛ څلور ملکيان او یوه سرتېري ژوند بایللی

امنیتي سرچېنې طلوع نیوز ته وايي چې پروان ولایت کې د طالبانو برید پایله کې څلورو ملکي کسانو او د پوځ یوه سرتېري ژوند بایللی دی.

دغه سرچینه نن(پنجشنبې د وږي په ۶مه نېټه) څرګندوي چې پېښه کې ۳ ملکي او د پوځ بل سرتېری ټپیان شوي دي.

د سرچینې په حواله طالبانو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ صیاد کلي کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی او پایله کې یې یوه سرتېري ژوند بایللی او بل ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو پر یوې ریکشا چې له سیمې د تېرېدو په حال کې وه ډزې کړې دي او په کې ۴ تنو سپرو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د ملکي کسانو وژنه تاييد کړې او ویلي یې دي چې پروان کې د سېلابونو راوتلو سره طالبانو پر ملکي کسانو ډزې کړې چې پایله کې یې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په دې پرید کې درې نور ملکي کسان او د پوځ بل سرتېری ټپي شوی دی

شریک یي کړئ