د پروان ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۷ مه) ویلي چې د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال له امنیتي ځواکونو سره د یوې نښتې په پایله کې وژل شوی دی.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وایي چې، د سیدخېلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال مولوي جمشید د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
شهکار په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل. بلخوا د یادولو ده چې، طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.