د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سهار(چهارشنبې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه) د اوغورسنګ جومات ملا امام، شیخ عبدالحق او ورور یې د دغه ولایت د سید خیلو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو لخوا ووژل شول.
د سیدخیلو ولسوال، احمدلمر عثمان یار وايي پېښه هغه مهال شوې چې د ښاغلی عبدالحق سهار له خپل ورور سره د جومات پر لور روان وو.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.