Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پرېنس: د افغانستان د جګړې وضعیت شپږو میاشتو کې بدلون موندلای شي

د بلک واټر پخوانی مشر چې غواړي د افغانستان جګړه خصوصي کړي وایي، د نوموړي ځواکونه کولای شي په شپږو میاشتو کې د افغانستان د جګړې وضعیت بدل کړي.

ارېک پرېنس له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، د نوموړي ځواکونه خپل‎سري نه دي او د افغانستان د قوانینو په وړاندې به ځواب ویوونکي وي.

د پرنس د طرحې له مخې د دغه شرکت ۳۶۰۰ ځواکونه به راشي او د پوځ په هر کنډک کې به ۳۶ تنه دغه پوځیان ځای پرځای شي.

دا ځواکونه به له جنګي او اکمالاتي الوتکو برخمن وي او په هره الوتنه کې به د هغه پوځیان له ناټو او افغان پوځیانو سره یو ځاي وي.

د فرانټایر ریسورس ګروپ مشر ارېک پرېنس په دې اړه وویل:« زما ځواکونه به افغان پوځیانو ته د مشرتابه، استخباراتو، ارتباطاتو، ډاکترۍ او لوجستیکي تجربې ورکړي او له هغوی سره به هر وخت ډګرونو ته ولاړ شي ترڅو ډاډمن شي د دوی افغان ملګري خپل معاشونه اخلي او خوراک ورکول کېږي چې د هغوی ښه مشري وشي او منظم ارتباطي پرګرام ولري، دا هغه معیارونه دي چې د پوځیانو د کمېدو مخنیوی کوي.»

اخوا د هېواد یو شمېر سیاستوالان د ملکي خلکو د تلفاتو زیاتوالی د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو احتمالي پایلې بولي.

بلک واټر شرکت چې ارېک پرېنس یې رییس و کابو لس کاله مخکې په عراق کې د ملګروملتو سازمان په وینا څوارلس ملکي کسان ووژل. اوس ښاغلی پرېنس وایي ځواکونه یې خپل‎سري نه دي.

هغه زیاتوي:« که هر یو دا قراردادیان کوم بد کار وکړي او جنګي قوانین ترپښو لاندې کړي دوی به په کابل کې د پوځي او عدلي قوانینو له مخې له پلټنو سره مخ او محاکمه شي.»

له بلخوا د حکومت اجراییه رییس وايي د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره باید څو کارونه ترسره شي.

ښاغلي عبدالله د ملګرو ملتونو سازمان په دري اویایمې اسمبلې کې وینا کوله څرګنده کړه:«یو هغه کسان چې له طالبانو ملاتړ کوي، باید اړ کړل شي چې خپل ملاتړ بند کړي او په دې برخه کې یو مهم هېواد دی چې هغه پاکستان دی. که‎چېرې دننه په هېواد کې طالبان تر فشار لاندې نه وي، ښايي د سولې خبرو اترو پيل ته لېوالتیا پیدا نه کړي.»

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر جیمزمټیس د ارېک پرېنس طرحه رد کړې وه خو ویل کېږي چې د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت په پرتله د دې طرحې د لږ لګښت له امله ښایي دونالډ ټرمپ دغې طرحې ته لېوالتیا ولري.

د بلک واټر شرکت پخواني مشر ارېک پرېنس چې اوس د فرنټیرریسورس ګروپ په نوم شرکت لري له طلوع نیوز سره په مرکه کې د هغه څه په اړه چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول بلل کېږي خبره کوي.

شریک یي کړئ