د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر القاعدې او داعش ډلې د بندیزونو کمېټې له تور نوملړ څخه د اسلامي ګوند د مشر، ګلبدين حکمتیار نوم ویستو.
له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې پر پلي کېدو د څار کمېسیون رئیس، اکرم خپلواک څرګندوي:«دا ښکاره کوي چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه بینالافغاني وه او نړیواله ټولنه ترې ملاتړ کوي.»
د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا وايي چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، او همداراز یې په عملي توګه له القاعدې شبکې سره اړیکې قطع کړي دي، له همدې امله له دې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په تور نوملړ کې له دې وروسته د حزب اسلامي د مشر نوم نشته.
په همدې حال کې اسلامي ګوند وايي چې نړیوالې ټولنې دې کار سره عدالت پلی کړی او هیڅ احسان یې نه دی کړی.
د حزب اسلامي ګوند استازی، غیرت بهیر څرګندوي:«دا کار چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وکړ یوازې ظلم ته نه ویل وو، دوی پر موږ احسان نه دی کړی.»
د حزب اسلامي په وینا د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون نور بندونه به هم ډیر ژر عملي شي.
د حزب اسلامي استازی، کریم امین څرګندوي:«د بندیانو لومړۍ ډلې خوشې کول، د امنیت تامین، د کډوالو اوسېدو ځای او د استقلالیې مراسم هغه څه دي چې په راتلونکو ورځو کې به بشپړه شي.»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د عملي کیدو چاره ستايي.
د سولې عالي شورا ویاند، اسماعیل قاسمیار څرګندوي:«موږ هیله لرو چې نور هم په عقل راشي! تر کله به د نورو د کور جوړولو لپاره خپل کور ورانوي.»
هیله کیږي چې د حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړه لیک نور بندونه تر راتلونکو دوه یا درې اوونیو عملي شي.
حزب اسلامي وايي چې له دې وروسته به د دې ګوند مشر په یو ولایت مرکز یا کابل کې میشت شي.