رپوټونه رسوي چې شېبه وړاندې په کابل کې د شمشاد ټلوېزیون د دودانۍ ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.
د شمشاد ټلوېزیون یو خبریال د دې پخلی کوي چې د دغه ټلوېزیون ځینو کارکوونکو ته زیان رسېدلی دی.
د دغه سرچینې په وینا، په دغې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې د پېښې ځای ته تللی وايي چې په لومړي سره کې د شمشاد ډټلوېزیون د ودانۍ د دروازې تهڅېرمه چاودنه شوې او وروسته بریدګر دغې ودانۍ ته ننوتلي دي.
د هغه په وینا، له چاودنې وروسته، د څو نورو چاودنوغږ هم اورېدلی شوی چې د لاسي بمونو له امله وو.
له پېښې څو دقیقې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته راورسېدل او اوس د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته دوام لري.
د پېښې د شاهدانو په وینا، د خال خال ډزو غږ هم اورېدل کېږي.
په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې شي.