Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غزني ښار د طالبانو برید؛ نښتې دوام لري

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د غزني ښار په اړوند سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغې ډلې پر غزني ښار له څو لوریو برید کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا یو غړی طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو د ګهیځ په یوه بجه له څو لوریو د غزني ولایت پر مرکز برید پیل کړ.

د غزني ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروزي وايي که‎چېرې دغه ولایت ته مرستندویه ځواکونه وا نه ستول شي، غزني به د طالبانو لاسته ورشي.

په همدې حال کې د غزني ولایت امنیه قومندان فرید احمد مشعل ۸:۳۰ دقیقې  طلوع نیوز ته وویل غزني ولایت د دولتي ځواکونو په ولکه کې دی.

هغه غزني ته د طالبانو د ننوتو ادعا ردوي او وايي چې دم‎ګړۍ نښتې د ښار په اړوند سیمو خوګیانيو، خواجه عمري او زنه خان کې دوام لري.

ښاغلي مشعل وايي چې د طالبانو یو ستر شمېر له ګاونډیو ولایتونو په ځانګړې توګه له میدان وردګو او هلمنده د غزني د پرځېدو لپاره سمبال شوي وو خو خپلې دغې موخې ته ونه رسېدل.

ویل کېږي چې د دغو نښتو په پایله کې د میدان وردګو – غزني لویه لاره هم د تګ را تګ کوونکو پر مخ تړل شوې ده.

شریک یي کړئ