Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر یفتلي دفساد تورونه له اوه کلن ځنډ وروسته لاهم روښانه شوي نه دي

د ملي دفاع وزارت د روغتیا برخې پر پخواني رییس احمد ضیا یفتلي د فساد تورونه د اوو کلونو په تېرېدو سره لاهم روښانه شوي نه دي.

لویه څارنوالۍ وايي چې محکمې یوځل بیا ښاغلی یفتلي سپين بللی، خو لویه څارنوالۍ دا پرېکړې نه مني او اوس یې دوسیه له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې محکمې له خوا څېړل کېږي.

خو احمد ضیا یفتلي دا تورونه ردوي او وايي چې محکمې سپین خېژولی دی.

په دغو سندونو کې لیدل کېږي چې کابو اوه کاله مخکې کشفي، عدلي او قضايي ادارو د ملي دفاع وزارت د روغتیا ریاست یو شمېر تړونونه څېړلي دي.

د دغو ارزونو له مخې احمدضیا یفتلي او د هغه یو شمېر همکاران د مېلیونونه افغانیو په بې ځایه لګولو تورن دي خو تراوسه عدلي او قضايي بنسټونو دا موضوع نه ده وروستۍ کړې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې تړاو وايي:«فعلاً دوسیه زموږ د څارنوالانو له خوا د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوې او ډېر ژر به د دغه مرکز د څارنوالۍ له خوا د دوسیې په اړه د استیناف محکمه دایره شي.»

ښاغلی رسولي د دې دوسیې د څېړنو بهیر د اوږدېدو لامل داسې بیانوي:«د اداري فساد جرمونه، ځکه چې په هغه کې د تړونونو او تدارکاتو مسایل مطرح دي، خپلې ځانګړې پېچلتیاوې لري او وخت ته اړتیا لري.»

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي عدلي او قضايي بنسټونه نه دي توانېدلي چې خپل کارونه په وخت ترسره کړي او په سلګونه نورې دوسیې هم په عدلي او قضايي ادارو کې بې برخلیکه پرتې دي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ غړی ناصر تېموري وايي:«د اداري فساد په سلګونه دوسیې د داخلي او کشفي ادارو له خوا عدلي او قضايي بنسټونونو ته سپارل شوي، دا دوسیې په خپل وخت او په بې پرې توګه د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا نه څېړل کېږي.»

ښاغلی یفتلي وايي نوموړي دوه ځله د هېواد له محکمو څخه براَت اخیستی دی.

د ملي دفاع وزارت د روغیتا پخوانی رییس احمد ضیا یفتلي څرګندوي:«له بې ګناهۍ او دا چې موږ کوم مسوولیت نه درلود، محکمې دوه ځلې سپین وخېژولم او وروسته ځينې ملګري او یا کسان د پردې تر شا شته چې غواړي دا دوسیه اوس هم تعقیب کړي، ښايي چې شخصي، سیاسي او یا هم ډله‎ییزې ګټې یې په کې خوندي وي.»

ښاغلي یفتلي له بدخشان ولایت څخه د تلې په اته ویشتمه او نهه ویشتمه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګډون وکړ او بریالی شوی هم دی چې ټاکل شوې د ملي شورا په پرانیستلو سره په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی وي.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي که د هغه دوسیه نه ده تړل شوې نو څرنګه یې د ټاکنو د نوماندانو وروستي نوملړ ته لاره پیدا کړه.

په هغو سندونو کې چې طلوع نیوز ترلاسه کړي دي لیدل کېږي چې کابو اوه کاله مخکې کشفي، عدلي او قضايي ادارو د ملي دفاع وزارت د روغتیا ریاست یو شمېر تړونونه څېړلي دي.

شریک یي کړئ