د امریکا متحده ایالاتونو په ګډون شپږو عربي هېوادونو د ایران د سپاه پاسدران د دوو افسرانو په ګډون یو شمېر طالبان او د هغوی ځینې ملاتړي تحریم کړي دي.
بندیز پر شمېر افغان او پاکستان طالبانو او د ایران سپاه پاسدارانو پر دوو غړو لګول شوی دی.
ویل کېږي چې د سپاه پاسدارانو دې غړو له طالبانو سره اړیکې درلودې.
امریکا، قطر، عربي متحده امارات، بحرین، کوېټ، سعودي عربستان او عمان په یوې بیانیې ګې ویلي، د طالبانو یو شمېر افغان او پاکستاني لوړ پوړي غړي او د هغوی ایراني ملاتړي تحریم شوي دي.
په بیانیه کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران دغه دوه سرتېري طالبانو سره مرسته کوله او په افغانستان کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوؤل هم وو.
د ایران حکومت او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.