Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمینه کې اوبو ته لاسرسی ورځ تر بلې کمېږي

د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي وايي چې اوبو ته لاسرسی ورځ تر بلې محدودېږي، د هغوی په وینا د اوبو هغو منابعو ته یې چې پروسږ کال لاسرسی درلود کم شوی او له دې اړخه له ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکی سید علي وايي هره ورځ په ساعتونو په لیکه کې درېږي څو د کور د اړتیا اوبه برابرې کړي:«څلور، پنځه کاله پخوا د کابل د اوبو کچه لوړه وه. اوبه به په نلونو کې تل وې؛ خو اوس پرچوۍ دي. په ۲۴ ساعتونو کې درې او یا هم څلور ساعته اوبه لرو او له دغو درې نلونو پنځه سوه کورنۍ اوبه وړي.»

د کابل بله اوسېدونکې سودابه هم وايي:«په ځينو برخو کې حتا خلک په لوړه بیه اوبه پېري.»

پروسږکال په افغانستان کې وروښتونه تر پنځوس سلنې کم شول او د هېواد څه باندې نیمایي برخه له وچکالۍ سره مخ شوه چې له امله یې شاوخوا دوه مېلیونه هېوادول زیانمن شول.

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مرستیال اسلم سیاس په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، د دې نه بندېدل هم یو اصلي دلیل دی.»

په وروستیو ورځو کې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت اعلان وکړ چې په غزني؛ ارزګان او غور ولایتونو کې د وچکالیو او جګړو له امله یوازې له همدغو ولایتونو شل زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

 تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو چې په ټول افغانستان کې د وچکالۍ له امله له اوښتو زیانونو سره د مقابلې لپاره پنځلس مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.

پروسږکال په افغانستان کې وروښتونه تر پنځوس سلنې کم شول او د هېواد څه باندې نیمایي برخه له وچکالۍ سره مخ شوه چې له امله یې شاوخوا دوه مېلیونه هېوادول زیانمن شول .

شریک یي کړئ