Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې په یوه ورځ څلور چاودنې؛ هېوادوال: حکومت ناکام دی

په وروستیو اوونیو کې کابل ښار کابو هره ورځ د یوې یا څو نښلوونکو (مقناطیسي) ماینونو د چاودنې شاهد دی - هغه پېښي چې د پلازمېنې اوسېدونکي یې په کلکه اندېښمن کړي دي.

په تر ټولو وروستي مورد کې نن سهار (شبنې د وږي په لومړنۍ) د پلازمېنې په دویمې، پنځمې، اوومې او پنځلسمې حوزو کې چاودنې شوې دي. په اوومه حوزه کې چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر وه. په څلورمه حوزه کې هم چاودنه د پولیسو پر یوه رنجر موټر وشوه. درېیمه چاودنه هم د واټ ته څېرمه ماین چاودنه وه، خو څلورمه چاودنه نن له غرمې وروسته د دویمې حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

په دغو پېښو کې یوه تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دوو نورو پېښو کې، نن ناپېژانده وسله والو کسانو د ملي دفاع وزارت د لوژستیک برخې یو قومندان یې له چلوونکي سره په کابل کې وواژه.

تېره ورځ هم په پغمان کې د ملي پوځ څلور تنه افسران په ډزو سره ووژل شول.  
        
د کابل اوسېدونکی صفی الله وویل:«زموږ پولیس خدمت نه شي کولای... امنیتي ځواکونه نه شي کولای امنیت سم ټینګ کړي.»
        
د کابل اوسېدونکی محی الدین هم وايي:«دولت د دې وس نه لري تشخیص کړي چې مقناطیسي ماینونه د حکومتي کارکوونکو په موټرو کې ځای پر ځای کوي.» 
دوه ورځې مخکې هم کابل د نښلوونکو ماینونو د چاودنې شاهد و. په دغو چاودنو کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور پټيان شول.

ځینې پخواني پوځیان په پلازمېنه کې د مقناطیسي ماین د چاودنو زیاتېدل د امنیتي ادارو د ناتوانۍ له امله بولي.

پخوانی پوځي اسدالله ندیم په دې اړه وویل:«هغه امنیتي تابیاوې چې د امنیتي مسوولانو له خا په ښار او نورو ټکو کې پلان شوي وو، په بشپړه توګه خیالي وو.»
  
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل هم څرګندوي:«که چېرې څوک د دغه هېواد دی، خپل هېواد او خلک پرې ګران وي، همدا نن باید استعفا ورکړي او ووايي چې طرحه شوی میثاق یې پلی نه شوی کړ.»

دا ټول په داسې حال کې دي چې د خلکو په وینا، د کابل شمالي ولسوالۍ د طالبانو د پراخ حضور شاهدې دي. تېره ورځ طلوع نیوز یو رپوټ خپور کړ چې د هغه پر بنسټ په وروستیو اوونیو کې د شکل درې او کل درې له ولسوالیو څخه په لسګونه کورنۍ د طالبانو د ګواښ له امله خپل کورونه پرېښي او کابل ته راغلي دي.

حکومت څو میاشتو مخکې د کابل ښار لپاره امنیتي تړون اعلان کړ او وې ویل چې په کابل ښار کې به امنیتي او جنايي پېښې کمې شي.

شریک یي کړئ