Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلخمري ښار د کلابندۍ اومه ورځ؛ ۴۳ ته وژل شوي او ۱۱۲ تنه ټپيان دي

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار، نن شنبې (د وږي ۱۶مه) د اومه ورځ ده چې په پرله‎پسې توګه د طالبانو په کلابندۍ کې دی.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دغو اوو ورځو کې د مُلکیانو ۴۳ مړي او ۱۱۲ ټپیان د دغه ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دی.

د بغلان د عامې روغتیا ريیس محب الله حبیب وویل:«هغه زیانمن چې روغتونونو ته لېږدول شوي؛ ۱۱۲ ټپيان دي چې ډېری یې ولسي وګړي دي، او ۴۳ شهیدان دي.»

لس کلن خبیر د پلخمري ښار د جګړې یو له ټپیانو دی، عبدالرحمان ند خیبر پلار وايي چې د هغوی پر کور یو توغندی ولګېد او د هغه چرې د زوی په ملا لګېدلې دي او د خیبر دواړه لاسونه او پښې یې فلج کړې دي.

هغه زیاته کړه:«زوی مې په لوبه بوخت و چې هاوان راغی، ولګېد او وروسته یې چاودنه وکړه.»

هغه انځورونه چې د طلوع نیوز خبریال شریف امیري د پلخمري ښار د ننني وضعیت په اړه استولي دي، د دې ښودنه کوي چې د پلخمري په سړکونو د جګړې له امله موټرو اور اخیستی او د هغوی له سپرلۍ کوم خبر نشته.

په پلخمري کې جګړو، هټیو، او د ولسي وګړو شتو ته هم زیان جدي زیان رسولی دی.

حشمت چې په دغه ښار کې هټۍ لري، وايي چې په جګړو کې یې هټۍ دېر زیان لیدلی او هر څه یې ورته له‎منځه وړي دي.

هغه زیاتوي:«فریزر ماشین مې درلود، هغه له‎منځه تللی، د فوټوکاپۍ ماشین مې درلود هغه هم له‎منځه تللی او د هټۍ ښيښې هم له منځه تللې دي.»

طالبانو د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۰مه) له څو لورو پر پلخمري ښار برید وکړ.

د پلخمري اوسېدونکي د طالبانو لخوا د دغه ښار د کلابندۍ دوام د حکومت لپاره د شرم وړ ګڼي او دغه ښار ته د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو پر نه راتک نیوکه کوي.

د پلخمري اوسېدونکی غلام رباني وویل:«دا د مرکزي حکومت والاو ته د شرم ځای دی، د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو ته، ایا بغلان ایا پلخمري ښار د افغانستان په جز کې نه شمېرل کېږي؟ ایا د پلخمري ښار اوسېدونکي وینه نه تویوي؟»

د دې جګړې ټوله بیه ملکیان پرې کوي. یو له هغو ماشومانو چې د پلخمري ښار په شاوخوا کې د توغندي د لګېدو له کبله فلج شوی او غاړه یې ټپي شوې ده. دی چې اووم ټولګې کې دی وايي، چې له ښوونځي پاتې کېدل یې له هر درد څخه ډېر کړوي.

شریک یي کړئ