د ازرګان ولایت ځايي چارواکي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې په لسګونه وسلهوال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټيپان شوي دي.
د خاص ارزګان ولسوال ملا عبدالصمد طلوع نیوز ته وايي چې تېره ورځ ګهیځ، دغه نښته هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د «شیخه» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
هغه وايي چې امنیتي ځواکونه بریالي شول چې دغه برید په شا وتمبوي.
له دې سره په ورته وخت کې،د خاص ارزګان امینه قومندان د دې پخلی کوي چې په دغې نښته کې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او د ملي پوخ دوه نور سرتېري او د پولیسو پنځه سرتېري پټيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.