د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ رامنځته شوې سیاسي هوکړې څخه هر کلی کړی دی.
د پاکستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې له تلپاتې سولې ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره د نېکو اړیکو غوښتوونکی دی.
د پاکستان ولسمشر خپلې دغه څرګندونې نن په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د مرستو د وېش په مراسمو کې څرګندې کړې.
هغه ټینکار وکړ په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه د کډوالو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي، خو پاکستان د ۳۵ کلونو راهیسې د څو مېلیون افغان کډوالو کوربتوب کوي.
د پاکستان د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې افغان چارواکي پاکستان په افغانستان کې له ترهګرو په ملاتړ تورن وي.
په دې وروستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح وویل چې طالبانو له امریکا سره د خپلې سیاسې هوکړې لاسلیک د پاکستان د استخباراتي سازمان له نظره تېره کړې ده.