Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بادغیس کې د طالبانو له بنده د ۱۵ امنیتي ځواکونو تېښته

په بادغیس ولایت کې امنیتي چارواکي نن پنجشنبې (د سلواغې په ۱۹ مه) وویل چې دغه ۱۵ سرتېري د بېلابېلو امنیتي بنسټونو دي چې د تېر یوه کال جګړو په لړ کې، د طالبانو له خوا بندیان شوي وو چې بالاخره، د طالبانو له بند څخه یې تېښته کړې ده.

دغه چارواکي زیاتوي چې دغه سرتېري د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا بندیان شوي وو، خو د سې‎شنبې پرشپه ناوخته او له تورتم څخه په ګټې اخیستنې، په تېښته بریالي شوي دي.

چارواکو په دې اړه ډېر جزییات وړاندې نه کړل. اخوا طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بادغیس کې امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغه ولایت کې ۱۵ امنیتي ځواکونه د طالبانو له بنده تېښته کړې ده.

شریک یي کړئ