Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بریالۍ توګه د ټاپي پروژې د عملي کېدو په اړه د خلکو هیلې

ټاکل شوې ده چې د هېواد په ولوېدیځ ولایت هرات کې د ټاپي پروژې په نامه، افغانستان، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د نل‎لیکې د لېږد عملي کار تر درېیو ورځو د څلورو واړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له حضور سره پرانیستل شي.  

دا فغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کارونو د پرانیستې مراسمو په درشل کې هرات ښار خورا نوې څېره خپله کړې.

په هرات کې د وروستیو درېیو میاشتو بیارغونې خلک خورا هیله‎من کړي او په نڅاوو او اتڼونو سره د ټاپي پروژې د پیل هرکلی کوي.

ځينې ځوانان د ملي پروژې د پرانیستې په ویاړ خوښۍ لمانځي. هغه پروژه چې هېواد د اقتصاد لپاره خورا مهمه بلل کېږي.

د ټاپي له پروژې لویه تمه دا ده چې افغانستان به د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا په سوداګریز دهلیز بدل کړي.

په هرات کې د یوه رسټوران څېښتن بهروز مجیدي په دې اړه وویل:«ټاپي یو داسې کار دی، د دې لپاره چې د نوي افغانستان د راتلونکي لپاره ګام پورته کړو او دا چې ښه راتلونکی ولرو.»

تمه کېږي چې دغه ۱۰ مېلیارد ډالري پروژه تر ۲۰۱۹ زیږدیز کال پورې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

افغانستان به له دغې پروژې د کال ۴۰۰ مېلیونه ډالره ګټه پورته کړي.

د غازو دغه نل‎لیکه د کال د ۳۳ مېلیارده مټر مکعبه ګازو د لیږد وړتیا لري.

د ټاپي پروژې د ګازو د لېږد نل‎لیکه به کابو ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی به ولري چې ۱۴۷ کیلومټر یې د ترکمنستان له خاورې او ۷۳۵ کیلومټره د افغانستان له خاورې، چې د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولایتونو تېر او د ۸۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د پاکستان له خاورې هند ته ورسېږي.

شریک یي کړئ