Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بغلان کې د ۴۵ امنیتي ځواکونو وژل کېدل

یوې دولتي سرچینې د چهارشنبې ورځې په ګهیځ (د زمري په ۲۴ مه) په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ۴۵ سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغې سرچینې طلوع نیوز ته وویل، طالبانو بیګا شپه د علاو الدین پر اډې برید کړی چې لسګونه پوځیان او سیمه‎ییز پولیس په کې دېره وو.

د دغې سرچینې په وینا، په دغه برید کې ۳۵ د ملي پوځ سرتېري او ۱۰ تنه سیمه‎ییز پولیس وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه ورځو کې طالبانو په هېواد کې د امنیتي ځواکونو پر دوه اډو بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې وړاندې په فاریاب ولایت کې یوې سیمه‎ییزې سرچینې ویلي وو چې د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د «چینایانو کمپ» په نامه پوځي اډه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، چې دغه اډه د طالبانو له خوا د ۴۸ ساعتونو لپاره د طالبانو له خوا کلابنده وه او بالاخره د دوشنبې پر ماښام (د زمري په ۲۲مه) د طالبانو له خوا وپرځول شوه.

دغه سرچینه زیاتوي، څه باندې ۴۰ امنیتي ځواکونه چې په دغې اډه کې دېره وو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمدطرهر رحماني د دې خبر پخلی کړی وه.

دغې سرچینې طلوع نیوز ته وویل، طالبانو بیګا شپه د علاو الدین پر اډې برید کړی او په دغه برید کې ۳۵ د ملي پوځ سرتېري او ۱۰ تنه سیمه‎ییز پولیس وژل شوي دي.

شریک یي کړئ