Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بې ساري توګه افغانستان کې د امریکا د هوايي بریدونو کمښت

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو هوايي بریدونه تېره میاشت د تېرو ۱۱ کالو په پرتله په بې ساري توګه کم شوي دي.

د یاد هېواد د مرکزي قومندانۍ د مالوماتو له مخې افغانستان کې امریکايي ځواکونو تېره زیږدیزه میاشت فبروري کې ۳۶۰ هوايي بریدونه کړي چې دا شمېر د ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسي تر ټولو کم شمېر دی.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې امریکايي هوايي ځواکونو ۷۷۵ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونو کې کمښت د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته راغلی دی.

د هوکړې له مخې تر هغې چې پر امریکايي ځواکونو د طالبانو لخوا برید ونشي، دوی پرې برید نه کوي.

خو د هوکړې له مخې امریکايي ځواکونه پر داعش او القاعدې ډلې بریدونه کوي.

شریک یي کړئ