Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو ۱۴ کلونو کې د اساسي قانون ۹۴ مادې تر پښو لاندې شوي

د پژواګ خبري اژانس او د حقوق پوهانو دټولنې یو ګډ رپوټ موندنې ښيي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د اساسي قانون ۹۴ مادې تر پښو لاندې شوې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د اساسي قانون د دویم فصل د ۳۸ مادو له ډلې چې هېوادوالو د حقونو او وجایتو په اړه دي، له ۳۲ مادو سرغړونه شوې ده.

په تېرو څوارلسو کلونو کې د اساسي قانون د سرغړنې په اړه دغه رپوټ له ۸۹۸ هېوادوالو سره له خبرو وروسته برابر شوی او له هرو ۱۰ ځواب ورکوونکو څخه څلورو تنو ویلي چې د هېواد له اساسي قانونه خبر نه‎لري.

د دې رپوټ د څېړنو له مخې په تېرو ۱۴ کلونو کې له اساسي قانونه ۵۸ سلنه سرغړونې شوې دي.

د پژواک خبري اژانس سمونګر (اېډیټر) عبدالقدیر منصف په دې اړه وویل:«د دوی له منځې، هغه کسان دي، چې اصلاً د اساسي قانون په اړه هېڅ نه‎پوهېږي او حتا د اساسي قانون د یوې مادې په اړه هم نه پوهېږي او داسې کسان هم شته چې پر اساسي قانون پوهېږي خو په یوې مادې او یا هم په منځنۍ کچه.»

د دغه رپوټ پر بنسټ حکومت هم خپلې دندې په سمه توګه نه دي ترسره کړې او په تېرو څوارلسو کلونو کې د اساسي قانون پنځه مادې د اوسني او پخواني ولسمشر لخوا ترپښو لاندې شوې دي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن وايي:«پنځه مادې چې په اساسي قانون کې د ولسمشر په فصل پورې اړوندې دي، تر پښو لاندې شوي. دا هغه موردونه دي کله د ټاکنو وخت، ټاکنې په خپل وخت ترسره شوي نه دي. موږ مخکې ویلي وو چې د اساسي قانون په مطابق ځینې دندې شته، د ولسمشر دنده په پنځم کال کې د غبرګولي په اوله نېټه پای ته رسېږي، خو موږ چې په درې ټاکنو کې لرلې، هېڅکله ټاکنې په خپل وخت ترسره نه‎شوې.»

خو ولسمشرۍ دفتر وايي د اساسي قانون ډیره برخه په تیر حکومت کې ترپښو لاندې شوې او اوسنی حکومت هڅه کوي له اساسي قانونه د سرغړونو مخه ونیول شي.

ناامنۍ او اداري فساد له اساسي قانونه د سرغړنې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د پژواک خبري آژانس او حقوق پوهانو ټولنې لخوا د برابر شوي رپوټ له مخې د اساسي قانون دوهم فصل چې د وګړو د حقونو او مسوولیتونو په اړه دی او ۳۸ مادې لري له دې جملې له ۳۲ مادو سرغړونه شوې ده.

شریک یي کړئ