Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې کابو ۴۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي

د رپوټونو پربنسټ په تېرو دوو شپو او ورځو کې یوازې په زابل، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې کابو ۴۰ دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې د جمعې پر ماښام (د وري په لومړۍ نېټه) د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې د درې طالب جنګیالیو په ګډون څلور سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویانده شایق شورش وايي:«د شپې تیاره او باران اورېده، خو امنیتي ځواکونه ژر سیمې ته ورسېدل؛ په جګړه کې درې طالب جنګیالي هم وژل شوي او څلور سیمه ییز پولیس شهیدان شوي او یو تن یې ټپي دی.»

خو په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی وايي چې د طالبانو په دغه برید کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو لس تنه وژل او ټپي شوي دي.

د ولسي جرګې د دغه غړي په وینا، په دغه برید کې یو پخوانی جهادي قومندان الیاس هم وژل شوی دی. خو حکومتي چارواکي دغه شمېرې نه مني.

کاپیسا کې د ولسي پا‎څون کوونکو غړی سید محمد وايي:«نه چا د کړکېچ مدیریت وکړ او نه هم څوک مرستې ته راغلل.»

د قربانیانو له خپلوانو محمد قسیم څرګنده کړه:«زموږ ځوانان وژل کېږي، خو څوک نشته چې حتا د ټپيانو درملنه وکړي.»

ورته مهال د بغلان ځايي چارواي وايي چې طالبانو د جمعې پر شپه د دغه ولایت کې په یوه پوسته کې دوه سیمه ییز پولیس وژلي دي، او پنځه تنه نور یې له ځآن سره بیولي دي.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې د جمعې پر سهار په زابل ولایت کې د ملي پوځ او ملي پولیسو پر یوې ګډې پوستې له برید سره اولس امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د زابل د ولایتي شورا غړی محمد عمر عمري وايي:«هغه سرتېري چې ژوندي پاتې دي په زړورتیا سره تر سهاره جنګېدلي، خو له بده مرغه هغوی ته مرستندویه ځواکونه نه دي استول شوي؛ نه د پولیسو له خوا او نه هم د ملي پوځ له خوا او نه هم د زابل ولایت د مشرتابه له لوري.»

د دې ټولو سربېره په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی د طالبانو دا برید چې د نوروز په ورځ شوی، د شرم وړ ګڼي او هغه غندي:«په زابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په کلکه غندم. په نړۍ کې د یوې خپرېدونکې ناروغۍ په لړ او سولې ته تر ژمنې وروسته، څه ډول خلک کولای شي چې د نوروز په ورځ پر خپلو افغان هېوادوالو د برید حکم ورکړي او پر هغوی برید وکړ؟ دا د شرم وړ دی.»

له دې ټولو سره ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې د هغوی دفاعي عملیاتو په لړ کې په تېرو دوه ورځو کې په لسګونه تنه طالب جنګیالي وژل او ټپيان شوي دي، خو طالبان په دې اړه څه نه وايي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«طالبان په کندوز، فاریاب، جوزجان او بلخ کې ډېره مرګ ژوبله لیدلې ده.»  

د ولسي جرګې د غړي په وینا، په دغه برید کې یو پخوانی جهادي قومندان الیاس هم وژل شوی دی. خو حکومتي چارواکي دغه شمېرې نه مني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه