Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جګړه؛ په تېرو درې میاشتو کې ۵۹۶ مُلکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په جګړه کې د ټولو ښکېلو لورو له خوا ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې له دوامه اندېښمن دی.

د دغه کمېسیون اجرايي مشر موسی محمودي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه د جګړې د ښکېلو لورو له خوا ۵۹۶ تنه وژل شوي او ۱۸۹۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د محمودي په وینا، کابو ۷۵۰ تنه ماشومان هم په وژل شویو او ټپیانو کې شامل دي. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرايي مشر، د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې ولسي وګړو ته دې زیان نه رسوي.

هغه زیاته کړه:«له بده مرغه په دې برخه کې چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله دې راکمه شوي اقدام نه دی شوی، بلکې په ځينو ځایونو کې موږ د زیانمنوونکو قرباینانو په شمېر کې زیاتوالی وینو.»

د رپوټونو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د میدان وردګو، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو ولسي وګړو په ځانګړې توګه ماشومانو ته زیان رسېدلی دی.

له دې سره جوخت، د طالبانو په بریدونو کې هم تر ډېره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ په ځانګړې توګه په کابل او غزني ولایتونو کې د دغې ډلې په دوه وروستیو بریدونو کې چې څه باندې دېرش ته ووژل شول او څه باندې ۲۰۰ تنه ټپيان شول چې ډېری یې ماشوم زده کوونکي وو.

د ولسي جرګې ډېری غړي له حکومت او همدارنګه له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو له لارې مطرح کړي څو د ولسي وګړو د مرګ وژبلې مخنیوی وشي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان وردک وايي:«له بده مرغه موږ د بریدونو له امله مُلکي مرګ ژوبله لرو چې د زغم وړ نه ده.»

د ملي شورا یو شمېر غړي بیا د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د ملکي تلفاتو لوی علت بولي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون ريیس میرحیدر افضلي څرګنده کړه:«اصلي لامل یې د استخباراتي مالوماتو نه کروالی دی چې له بده مرغه د مدیریت نه شتون او یا هم ناوړه مدیریت له امله کله چې د ملي پوځ ځواکونه عملیات ترسره کوي دا شان پېښې رامنځته کېږي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه ټولو بشري حقونو ته درناوی لري او په خپلو عملیاتو کې هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی و چې د افغانستان په څه باندې اتلس کلنې جګړه کې د افغان پوځ او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته اوښتې مرګ ژوبله له هغه زیاته ده چې طالبانو په کې ملکیان په نښه کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرايي مشر موسی محمودي وايي کابو ۷۵۰ تنه ماشومان هم په وژل شویو او ټپیانو کې شامل دي. 

شریک یي کړئ