د جمعې په ورځ په زابل کې د واټ تهڅېرمه د ماین چاودنې په ترڅ کې یو پولیس وژل شو او دونه تنه نور ټپيان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي زیاتوي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو د ګزمې(ګرځندنې)موټر په یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې،د دغې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.