د پروان ولایت امنیه قومندان زمان مموزي نن (چهارشنبې د تلې پر ۱۲ مه) اعلان وکړ چې د دولتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې، طالبان د فندوقستان له درې څخه د وردکو ولایت په لور تېښته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو دوه عراده موټر او یو اندازه جنګي وسلې هم د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
هغه څرګنده کړه:«د دغو عملیاتو په لړ کې دوه امنیتي ځواکونه، ټپيان شوي دي. دمګړۍ امنیتي ځواکونه د دغې درې واک له پنځو ورځو وروسته خپل کړی دی.»
امنیتي چارواکي وايي چې په دغې دره کې د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
خو طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د امنیتي ځواکونو دغه ادعاګانې ردوي.
ویل کېږي چې کابو ۲۰ کورنۍ د جګړې په پایله کې له فندوقستان څخه بې ځایه شوي دي.
ځايي چارواکي ټینګار کړی چې په دغو نښتو کې دوه پېغلې نجونې وژل شوي او اوه تنه نور ولسي وګړي ټيپان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو ۵ ورځې مخکې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې خپل بریدونه د دولتي ځواکونو پر پوستو پیل او د دغې ولسوالۍ په فندوستان دره کې ځينو ځایونه ولکه کړل.