Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په علومو اکاډمۍ کې د هېواد د کلتوري دودونو څېړنغونډه

د علومو اکاډمۍ نن دوشنبې (د مرغومې په ۳۰مه) د هېواد کلتوري دودونو د څېړنې لپاره غونډه جوړه کړه.

په دغې غونډه کې چې استادانو، څېړونکو او دولتي چارواکو ګډون درلود، د کلتور او دودونو ونډه د ټولنې په سمون کې اغېزمن ګڼي.

د دغې غونډې ګډونوال زیاتوي چې په هېواد کې باید د ناوړه دودونو مخه ونیول شوي، ځکه چې ناوړه دودونه د ټولنې د پرمختګ مخه ډپ کوي.

د دې غونډې ځينې ګډونوال وایي چې پخواني او ناوړه دودونه په شریعت کې هم نه دي تایید شوي.

د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین امین الدین مظفري په دې اړه وویل:«داسې احکام شته چې په تېر کې په بېلابېلو قالبونو کې موجود وو، یو له دغو چوکاټونو چې دغه کسان په هغه کې شتون درلود د کلتور او دود قالب دی او د سپېڅلي دین په راتګ سره، دغه دودونو او کلتور په اړه نظر څرګند کړ او هغه چې د تایید وړ دي تایید او هغه چې باطل دي د باطلېدو کرښه پرې کش کړه.»

څېړونکی مبارز احمد ځدران هم وویل:«خپل دود او رواج ته د نیوکې په سترګه ګوري او د وخت له سمون سره په هغه کې اصلاحات راولي.»

د دې غونډې ګډونوال وایي چې په ټولنه کې ځینې ناوړه دودونه او رواجونه شته چې د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

د علومو اکاډمۍ سرپرست عبدالظاهر شکېب څرګنده کړه:«له بده مرغه زموږ د ټولنې په ځینو برخو کې داسې دودونه شته چې هېڅ ګټور نه دي، منفي او بد دي چې د ټولنې د غړو ترمنځ ورورولي ننګوني، تعصبات رامنځته کوي او د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.»

د دې غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې په هېواد کې ځيني ارزښتناک دودنه شته چې باید د ساتنې لپاره یې هڅې وشي.

د حج او اوقافو وزارت د مطالعاتو رییس جاوېد وفا وايي:«عزت به له قران کریم پرته په بل هېڅ اسماني کتاب کې پیدا نه کړې او په بل هېڅ کلتور او دود کې به یې پیدا نه کړئ یوازې په افغاني دود کې، هلته بیا افغانه مېرمن پوهېږي چې په ټولنه کې له هر چانه ډېره د عزت څېښتنه ده.»

شریک یي کړئ