Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې ناامنیو ۷ زره کورنۍ بې‎ځایه کړي

د فراه د کډوالو د چارو رییس وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو نښتو او جګړو له امله په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي.

د فرا د کډوالو د چارو رییس رحم‎الدین ریګ‎وال زیاتوي چې ځينې دغه بې‎ځایه شوي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله له فراه څخه وتلي دي.

هغه زیاتوي:«د دغو نښتو له پیله تراوسه ۷ زره او ۱۷۰ کورنۍ له ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو بې‎ځایه شوي دي او د فراه ښار ته راغلي دي.»

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي ګواښ کوي که‎چېرې فراه ولایت ته تازه ځواکونه ونه رسېږي طالبان به د فراه په ښار کې ځای پر ځای شي.

د فراه د مرکز پر لور د طالبانو پرمختګ او نښتو په دغه ولایت کې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د ولسي جرګې غړی محمد سرور عثماني وايي:«د فراه ولایت وضعیت د اندېښنې وړی دی او له حکومته غواړو چې دغه وضعیت ته رسېدنه وکړي ترڅو فراه د طالبانو لاسته ونه لوېږي.»

د فراه ښار پر لور د طالبانو يرغل  د دغه ولایت اوسېدونکي هم سخت اندېښمن کړي دي.

د فراه اوسېدونکی نور احمد څرګنده وي:«موږ خپل کورنه او د اوسېدو ځایونه پرېښي دي او تښتېدلي یوو او اوس هم په بد وضعیت کې ژوند کوو او تراوسه هېچا له موږ سره مرسته نه ده کړې.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، په دغه ولایت کې د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات پېل شوي او تر دې مهاله د طالبانو د یو شمېر پېژندل شویو قومندانانو په ګډون یو شمېر وسله‎وال هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش په ډاګه کړه:«په خاک سفید ولسوالۍ کې په تازه‎ګۍ سره زموږ عملیات پیل شوي دي، او تراوسه د دوه قومندانانو په ګډون ۱۷ ترهګر وژل شوي او دا عملیات د ترهګرو تر له‎منځه وړلو پورې به دوام لري.»

که څه هم د وسله‎والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې دننه فراه ښار ته رارسېدلې دي خو د دغه ولایت والي او امنیه قومندان له څو ورځو راهیسې په کابل کې دي.

دواړه سیمه‎ییز چارواکي په دې تړاو ځواب ویلو ته حاضر نه شول خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، وزارت د فراه امنیه قومندان ته  لارښوونه کړې چې بېرته فراه ته ستون شي .

شریک یي کړئ