د ننګرهار ځايي چارواکو نن (سېشنبې د لیندۍ په ۶ مه) ویلي چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو د برید په پایله کې ۷ داعشیان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي چې پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته له هغې وروسته پېښه شوه چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د داعشیانو پټنځایونه په نښه کړل.
هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د داعشیانو یو اندازه وسلې هم له منځه تللې دي.
هغه د دغه برید په اړه نور جزيیات وړاندې نه کړل.