د ننګرهار ځايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) وویل چې په جلال اباد ښار کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په ترڅ کې یو ماشوم وژل شوی دی.
د دغه ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د دغې پېښې له پخلي سره ویلي چې دغه چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله وه چې د جلال اباد په ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه په دې اړه وویل:«نن ګهیځ په ۵۵:۰۵ دقیقو د جلال اباد ښار د دویمې حوزې په اړوند سیمه کوچي بازار کې یو ماین د اکرام الله د هټۍ په مخ کې ځای پرځای شوی وه چې د دغه ماین چاودنې په ترڅ کې، یو ۱۱ کلن ماشوم وژل شوی او د سوداګر اکرامالله په ګډون ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.»
هغه زیاته کړه د پېښې د ټپيانو په منځ کې څلور ماشومان هم شامل دي.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.